د افغانستان د شنونکو شبکه: په بدخشان کې پر ایغور جنګیالیو د امریکا هوايي بریدونو شکونه را پیدا کړي

(سرچینه: ویسا ورځپاڼه):

 

په افغانستان کې د ایغور جنګیالیو کره شمېر څرګند نه دی او ښايي سلو ته هم ونه رسیږي، دغه جنګیالي چین ته ګواښ نه شي پېښولی

کابل – د افغانستان د شنونکو شبکې موندنې ښيي، چې افغانستان کې د ایغور جنګیاليو شمېر په هغه اندازه نه دی چې خپل جلا مرکزونه جوړ او چین ته خطر پېښ کړي.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د روان زیږدیز کال په لومړیو کې په بدخشان ولایت کې د چین له پولې سره نيږدې د ایغور جنګیالیو پر اهدافو بي ۵۲ الوتکو  بریدونه وکړل.

دغو ځواکونو د بشپړو جزیاتو له ورکولو پرته اعلان وکړ، چې بي ۵۲ الوتکې یې په پرله پسې بریدونو کې د دغو وسله والو مرکزونه او پټنځایونه له منځه وړي دي. امریکايي ځواکونو دا ادعا هم کړې وه، چې ګنې دغو وسله والو له خپلو مرکزونو څخه د پولې هاخوا د بریدونو لپاره چمتوالی نیولی و.

تازه د افغانستان د شنونکو شبکې په یوه څېړنیز راپور کې د امریکايي ځواکونو د دې ادعا په اړه شک ښودلی دی. دغه شبکه وايي، افغانستان کې د «ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ» د ایغور جنګیالیو کره شمېر څرګند نه دی او ښايي سلو ته هم ونه رسیږي.

د دغه راپور لیکونکو تیډ کالاهان او فرانز مارټي وايي چې ایغور وسله وال له افغانستان څخه چین ته ګواښ نشي پېښولی.

په راپور کې راغلي چې د مرکزي اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه د ازبکستان د اسلامي حرکت غړي، چې پخوا په وزیرستان کې مېشت وو، په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب پوځي عملیاتو له کبله د کونړ او نورستان له لارې بدخشان ته واوښتل چې د ګوتو په شمېر ایغور جنګیالي هم پکې وو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...