جرمني په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ عسکرو ته پورته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): د جرمني پارلمان د حکومت هغه وړاندیز تایید کړ چې غواړي افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږي او شمېر یې د ۹۸۰ عسکرو څخه ۱۳۰۰ ته پورته کړي.

د جرمني د پارلمان غړو په اکثریت سره د حکومت پرېکړه تایید کړه چې غواړي په افغانستان کې د ناټو د بشپړي همکاري په عملیاتو کې د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ ته پورته کړي او وخت یې ورته تمدید کړي.

د رواني میاشتې په لومړیو ورځو کې د جرمني حکومت کابینې په افغانستان، مالي او عراق کې د خپلو پوځونو د پاته کېدو وړاندیز تایید کړی وو او وروستی پرېکړه یې پارلمان ته راجع کړې وه.

په افریقايي هیواد «مالي» کې هم جرمني ۱۰۰۰ امنیت ساتونکي پوځ لري چې د نوي تایید وروسته به ۱۰۰ نور هم ور اضافه کیږي، او همداسي په عراق کې به د امریکا په مشرۍ د ایتلاف برخه پاتې کیږي.

The post جرمني په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ عسکرو ته پورته کوي appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

اسدالله خالد: جنرال رازق د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای “ISI” وژلی دی

(ټرایبل نیوز): د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر اسد الله ...