د انتخاباتو مبهم برخليك او د افغانستان مبهم راتلونكى

ف، فايض

د 1352 د چنګاښ د شپږويشتمې له كودتا سره د افغانستان اوږده سلطنتي نظام ته د پاى ټكى كېښوول شو؛ خو كوم جمهوريت چې د داوود خان په وسيله اعلان شو له مطلقه شاهي نظام سره يې څه توپير نه درلود؛ ځكه:

  • د بيان ازادي په كې نه وه؛ بلكې داوود خپل سياسي مخالفين سخت وټكول او پر هغو يې ناروا تورونه پورې كړل. پخوانى صدراعظم ميوندوال يې په دې تور زنداني كړ او بيا يې د پرچمي صمد ازهر په وسيله وواژه چې كودتا يې كوله. اوس چې د ازهر له وچولي دا تور داغ پاك نه شو؛ نو په خپله دفاع كې يې كتاب وليكه؛ خو زه وايم چې دا جنايت دې كاوه، اوس د انكار جسارت مه كوه. همدارنګه يې د اسلامي نهضت نابغه مشر انجنير حبيب الرحمن يې د كودتا په تور زنداني او شهيد كړ؛ خو لكه چې وايي:

اى كشته، كى را كشته بودى كه كشته شدى

داوود هم د كا. جي. بي د هغو جواسيسو په لاسو ووژل شو چې ده د يوې كودتا له پاره پر ځان را ټول كړي وو.

  • د داوود په جمهوريت كې احزاب نه وو، كه وو هم؛ خو د فعاليت اجازه يې نه درلوده، بس هر څوك مجبور و چې د داوود خان د ستاينې قصيدې وبولي.
  • د داوود خان په جمهوريت كې نه پارلمان و او نه انتخابات، بس هر څه چې و ارګ و، هره پرېكړه پرېكړه ارګ كوله بس هغه د كاڼي كرښه وه.

داوود خپل مشروعيت له يوې عنعنوي لويې جرګې واخست چې هغه هم يوه انتصابي لويه جرګه وه چې د لويې جرګې د هر غړي په باب له اړوند ولسوال، والي او د كورنيو چارو له وزارته دا ژمنه اخستل شوې وه چې معرفي كړى غړى به يې د حكومت د غوښتنو پر خلاف خبره نه كوي؛ تر ټولو خو ډېره عجيبه او خندوونكې دا وه چې داوود خان په پيل كې لويې جرګې ته وويل چې ده، دا خدمت ترسره كړ چې هېواد ته يې جمهوريت راوست؛ خو اوس تاسې ځان ته مشر وټاكئ؛ خو د لويې جرګې غړو چغې كړې چې موږ له داوود خانه پرته بل څوك نه غواړو، چې دا اصرار زيات شو؛ نو داوود خان له جېبه ليكلې بيانيه را وايسته او په لوستلو يې شروع وكړه، په دې ترتيب داوود له لويې جرګې نه خپل مشروعيت واخست؛ خو بيا يې هم جمهوريت هسې تش په نامه جمهوريت و.

د كمونستانو په دوره كې خو قتل عام شروع شو، چې چېرته ورته يو بانفوذه شخصيت، عالم، ليكوال، سياستوال، قومي مشر، منصبدار او نور معلومېدل ټول يې ونيول او زندان ته يې واچول چې بيا يې څوك شهيدان كړل او څوك يې د اوږدې مودې له پاره په زندان كې واچول. د كمونستانو استبداد د دې تر څنګ د داوود د استبداد كاپي وه، خپل استبداد يې هم پرې ور زيات كړ؛ ځكه دا د كمونيزم خوى و چې هر چېرته د استبداد له لارې واك ته رسېدلى او چې چېرته هم حاكم شوى هلته يې قتل عام شروع كړى، يواځې د لينن او جوزف ستالين په دوره كې په شوروي كې په ميليونو خلك ووژل شول؛ خصوصاً كومه تصفيه چې ستالين د 1934 او د 1938 كلونو په منځ كې وكړه.

د مجاهدينو په وخت كې د اهل حل و عقد په نامه شورا جوړه شوه او حكومت ترينه د خپل مشروعيت د اخستلو هڅه وكړه؛ خو دا شورا هم له زياتو غبرګونونو سره مخ شوه. په نتيجه كې حاكمې ډلې د يوې كودتايې ډلې حيثيت غوره كړ، هغه مهال هم نه پارلمان و او نه انتخابات، د طالبانو حكومت هم د زور له لارې رامنځته شوى حكومت و؛ خو په 2001 كې چې كومه اداره رامنځته شوه په كرار كرار هڅه وشوه چې د يوه دموكراتيك حكومت هغه رامنځته كړي، اساسي قانون تسويد او تصويب شو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو له پاره انتخابات وشول چې د مشرانو جرګې منتخب غړي هم له همدې لارې دې جرګې ته ورغلل. د ولسي جرګې پنځلسمه دوره كه څه نوې او بې تجربې وه؛ خو بيا يې هم په پاى كې نانندريز انتخابات وشول او شپاړسمه دوره رامنځته شوه.

اوس دا دى دا درېيم كال دى چې په پر له پسې توګه ولسي جرګه په غير قانوني توګه د ولسي جرګې عمر د يوه يوه كال له پاره اوږدوي، يعنې يوه ناقانونه حكومت ته يوه ناقانونه ولسي جرګه رامنځته كړې.

په دې موده كې پخپله ولسي جرګې او همدارنګه مشرانو جرګې په وار وار له حكومته غوښتي چې نوي انتخابات وكړي او د نوې ولسي جرګې رامنځته كېدو ته دې زمينه مساعده كړي؛ خو حكومت و نه شو كړاى چې تر اوسه پورې خپل دغه مسؤوليت ادا كړي؛ كه څه هم په وار وار يې وعدې وكړې؛ خو په عمل كې يې څه و نه كړاى شول. د حكومت دغه ډول اجراآتو ولس ته دا اندېښنه پيدا كړې لكه څرنګه د ولسي جرګې عمر د درېيم ځل دى چې په ناقانونه توګه غځول كېږي، دغسې به د ولسمشرۍ او اجرائيه رياست عمرونه هم وغځوي.

حقيقت دا دى چې د انتخاباتو ځنډول د ستونزې د حل لاره نه ده؛ بلكې ستونزه لا پسې اوږدولاى شي او هېواد د يوه بل اړي ګړي غېږې ته سپارلاى شي. دا اوس د ملي او جهادي ګوندونو شورا ګواښ كړى دى چې : «كه انتخابات و نه شي د عنعنوي لويې جرګې له لارې به ولسمشر وټاكل شي» همدارنګه د اپوزيسيون نور ګوندونه هم وخت پر وخت د انتخاباتو پر دايرولو ټينګار كوي. اوسني حكومت په حقيقت كې په هېواد كې هغه نسبي منځته راغلى سياسي ثبات هم له ګواښ سره مخ كړ، له امريكا سره يې په پټو سترګو امنيتي تړون لاسليك كړ، چې اوس يې هره ورځ ملت بيه ادا كوي. حكومت يوه ورځ له امريكا نه و ونه پوښتل چې تا راسره كومه ژمنه كړې او دا كوې څه، هره ورځ ړندې بمبارۍ او د بېګناه افغانانو وژنه روانه ده؛ خو حكومت ګونګه روژه نيولې او ترينه نه شي پوښتلاى. علت دا دى چې امريكا په ناقانونه توګه د ملي وحدت د حكومت دواړه مشران د واك پر ګدۍ كښېنول چې په دې توګه حكومت ځان د امريكا تر احسان لاندې بار احساسوي، نه د ملت. د ملت رايې خو يې ناليدلې وګڼلې، كه د ملت به رايو راته؛ نو انتخابات خو به يوه كس ګټلي وو نه دواړو. دا خو امكان نه لري چې دواړه پنځوس پنځوس سلنه رايې واخلي؛ خو امريكا غوښتل چې يو كمزورى حكومت رامنځته كړي چې امريكا ته و نه شي ويلاى چې دا څه كوې؟ كله چې سړى اوسنى حالت ګوري، بې له شكه د افغانستان مستقبل ورته تياره او مبهم ښكاري؛ نو د هېواد مطرح سياسي قوتونه دې همدا اوس لاسونه سره وركړي او هېواد دې له اوسني بحرانه وباسي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

بهتر است در خانه بمانید و رأی ندهید، زیرا…!

سهیل صالحی انتخابات پارلمانی؛ واقعیتی که در شرایط کنونی خیلی ها به ...