د ګوډاګيانو غوندې د بادار په اداره کې د اختلافاتو څرکونه

تميم توفيق

داسې معلوميږي چې د ع و غ د ادارې په څير د امريکا د ولسمشر ټرمپ په اداره کې هم پټو اختلافاتو ګزک کړی، چې څه يې بهر ته راوتلي او ځينې ډير نور يې ممکن په راتلونکې کې سر راښکاره کړي او لکه د غلامانو په څير د بادارانو په اداره کې هم کړکيچ او بې نظمي رامنځته شي.
د ع و غ په اداره کې خو موږ وينو چې له لويه سره د ولسمشريزو انتخاباتو له پيل اختلافاتو زور واخيست او دا دی نن تر ولايتونو، د کابل تر حوزو او آن تر ولسواليو په داسې اندازه ورسيد چې اوس پکې د ولمشر او والي فرق نه کيږي، ملوک الطوائفي او کوڅه واکي رامنځته شوه او د يو بل په خوله، هغه د چا په خبره، تريخ پياز هم نه خوري، چې ښايي دا خپلمنځي اختلافات ورځ تر بلې لا شديد شي او ګډوله رژيم يوه ورځ انفجار وکړي.
د کابل ګوډاګۍ ادارې په څير د بادار ټرمپ په اداره کې هم د ورته حالت څرکونه له وروستيو بدلونونو څخه په اسانه معلومولی شو.
د امريکا ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې د خارجه چارو وزير ريکس ټيلرسن له دندې ګوښه کړ، د نوموړي د ګوښه کيدو لامل د ځينو رسنيو لخوا د ده او ټرمپ تر منځ ځيني نظري اختلافات او څو لفظي شخړې يادې شوې دي، خو ډير امکان شته چې د ټرمپ او ټيلرسن تر منځ اختلاف دومره سرسريز نه وي لکه څومره چې رسنيو راواخيست؛ ځکه د امريکا حکومت په رسنيو بشپړ واک لري او هره کړنه يې د خپل سانسور له پلټر څخه باسي.
دغه راز يې تيره ورځ د ملي امنيت سلاکار ميک ماسټر ګوښه او په ځای يې ملګرو ملتونو ته د امريکا استازی بولټن معرفي کړ.
له دندو د لوړ پوړو چارواکو د ګوښه کيدنې او په ځای يې د خپلې خوښې افرادو له ګومارلو علاوه، د ټرمپ په اداره کې د استعفا لړۍ هم دوام لري.
د سپينې ماڼۍ د چارواکو د استعفاګانو په لړ کې څه موده وړاندې د ډونلډ ټرمپ تر ټولو مشر اقتصادي سلاکار ګري کون له خپلې دندې استعفا وکړه، وروسته د ټرمپ نږدې سلاکارې او د سپينې ماڼۍ د اړيکو مديرې ميرمن هوپ هيکس هم استعفا وکړه، چې د دې ټولو دلايل تر اوسه پورې ناڅرګند دي.
په اداره کې له دغسې حالت څخه په واضع ډول معلومولی شو چې د ټرمپ رژيم هم د ګوډاګيانو ادارې ته ورته له داخلي کش مکش سره مخ دی.
ځکه د يو لوړ پوړي چارواکي له دندې ګوښه کول، چې رسنيو ته يې هم د سرسري اختلاف خبره راووځي، څه دومره وړه خبره هم نه ده چې د سلام په نه اچولو يا نه وربيا کولو له امله رامنځته شي، ضرور په داسې اندازه ژور اختلاف شته چې رسنۍ يې د حکومتي سانسور له امله نشي رسوا کولی.
همدا رنګه له لوړې چوکۍ او لوړ ډالري معاش نه ځان لرې کول (استعفا کول) هم د محض لفظي شخړې له سببه نه پېښيږي.
د ټرمپ تجارتي ذهن ته په کتلو داسې ښکاري چې د خپلو ګوډاګيانو په څير د ټرمپ اداره هم ځان ته د هغو خلکو د نژدې کولو په هڅه کې ده، چې ګټې يې ورسره شريکې دي او له ملي بوديجې څخه د يو څه ګورت کولو راز يې ساتي، چې دا کړنه يې ممکن د نورو شديدو اختلافاتو او بې نظمي لامل شي.
لرې نه ده چې د ټرمپ په اداره کې د اوس لپاره له عامه انظارو پټ ژور تشنج هم د رسنيو سرټکی شي او د فارسي متل مطابق جنګ سګان خير فقير شي، ان شاءالله.

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...