د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه په زمانه کې د عا مو خلګو تموّل

لیکوال: مولوي عبدالغني حقاني

د زید بن خطاب له اولاد څخه یو سړی وایې چې حضرت عمر بن عبدالعزیز ر حمة الله تعالی علیه صرف دوه نیم کاله یعنی دیرش میاشتي خلیفه پاته شو، په دومره لنډه موده کې داسي حالت شو چې یوه سړي به موږ ته ډیر ي پیسې راوړلې او ویل به یې چې ستاسو په نظر کې څوک ضرورتمن وي ، هغو ته د امال ورکړئ، تر ډیري منډي ترنډي او پوښتني ګرویږني وروسته به هم موږ یو داسي سړی نه شو موندلای چې مال ورکړلای شو،
آخربه مو مجبوراً هغه پیسې بیرته هغه ته ورکړلې ، الله جل جلاله د عمر بن عبدالعزیز ر حمة الله تعالی علیه په ذریعه خلګ دومره غني کړي و!.
نو هرکله چې دالله جل جلاله څخه بیره وي هلته ډیر زیات برکت وي او د خلګو په کاروبار او تجارت کې ډیر زیات برکت وي یعنی هیڅ یوسړی به بل چاته دڅه سوال کولو لپاره لاس ونه غځوي . ځکه د رزق دروازې به له آسمان څخه پر خلاصي سي او په رزق کې به یې ډیر زیات پراخوالی راشي . نن ، سبا چې زموږ دا حال دی چې یو، بل ته مو طمع وي او خپل ضرورتونه نشو پوره کولای. نومحترمو وجه هم داده چې د الله تعالی څخه لري شوي یو او په عباداتو او د ایمانونو په قوت کې مو کمی راغلی د ي .
امام بخاري رحمة الله تعالی علیه په خپل کتاب بخاري شریف کې داسي یو باب منعقد کړی دی (الایمان یزید وینقص) یعنی په ایمان کې زیاتوب او کم والی واقع کېدی شي . یعنی که ښه اعمال کوې نو ستا په ایمان کې به نور هم ډیر زیات قوت اوطاقت راشي اوشیطان به حمله نشي درباندي کولی اوکه په ښو اعمالو کې کم توب کوې نو ستا په ایمان کې به خامخا کمزوري واقع کېږي اوشیطان به په ډیر شجاعت سره پر تا باندي حمله کولی شي نو ګناهونو ته به دي متوجه کړي . الله دي مو په ایمانونو کې ډ یر زیات قوت واچوي . آمین .

سرچینه: عزم وېبپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د نجات او بښنې لس سببونه

کله چې مؤمن انسان په ګناهونو باندې اخته شي د هغې د ...