هلمند کې موټر بم برید ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

هلمند کې موټر بم برید ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په هلمند کې دسټیډیوم دروازې مخې ته د یوه موټر بم ځانمرګي برید له امله لسګونوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، چې پرون ماښام مهال د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د غازي ایوب خان لوبغالي دروازې ته څېرمه د يو سراچه ډوله موټر په وسیله ځانمرګی برید وشو. هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان دي. ځواک وایي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي چې ماشومان هم پکې شامل دي. ده وویل، چې بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره يو ځای لوبغالي ته ننوځي، خو پوليسو پېژندلی او ډزې يې پرې کړي، چې بريدګر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. تر اوسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

شاهين اسمايي د فوټبال غوره ليګ درېيمه لوبه هم وګټله

(کلید راډیو): د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د ...