نېکولسن: روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

نېکولسن: روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او حتې دې ډلې ته وسلې ورکوي. جنرال جان نېکولسن ویلي ده په افغانستان کې د روسانو بې ثباته کونکي فعالیتونه لیدلي دي. د نوموړي په وینا روسي وسلې د تاجکستان د پولې له لارې طالبانو ته قاچاق کېږي. روسيې تر دې مخکې د امریکا دا ډول ادعاګانې رد کړي دي. طالبانو ته د روسيي لخوا د وسلو ورکولو موضوع بیا په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د مسکو او ناټو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...