د لښکرګاه موټربم بريد کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي

(سرچینه: کلید راډیو):

پرون ماښام مهال د هلمند ولايت لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د غازي ایوب خان لوبغالي دروازې ته څېرمه د يو سراچه ډوله موټر په واسطه موټر بم بريد وشو، چې په ترڅ کې يې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شوو او ټپيانو کې تر ډېره ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې دي شامل دي.

د خبرپاڼې د جزياتو له مخې، دغه ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره يو ځای لوبغالي ته ننوزي، خو د تلاشي پوليسو پېژندلی او ډزې يې پرې پيل کړې، چې بالاخره بريدکوونکي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

دا بريد داسې مهال ترسره شوی دی چې په لوبغالي کې د هرات او هلمند د غېږ نیونې لوبډلو لوبه روانه وه.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې بريد کې د لوبې د ننداره کوونکو نږدې ۱۶ موټرونه هم سخت تخريب شوي دي.

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.

 

 

The post د لښکرګاه موټربم بريد کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي appeared first on pashto.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...