افغانستان

زاخېلوال: بین الافغاني مذاکراتو کې سوله تر بل هر وخت شونې ده

په پاکستان د افغانستان مخکينی سفیر حضرت عمر زاخېلوال لیکي، د بین الافغاني مذاکرتو په پایله کې د بل هر وخت په پرتله اوس سوله ډېره شونې ده.

هغه د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او سرور دانش د ګډې ناستې تصویر سره لیکلي، دا فرصت تل منتظر نه‌شي پاتې کېدلی.

زاخېلوال لیکلي: «د صادقانه بین الافغانی مذاکراتو (‌‌‌‌‌‌ډایلوګ) په نتیجه کې چې شفاف، همه شموله د ملي تفاهم او ملي یووالي پر بنسټ وي سوله د هر بل وخت په پرتله اوس ‌‌‌‌‌‌ډیره شونې بریښي.»

د هغه په خبره د سولې د فرصت دا کړکۍ چې د ملي ډیالوګ لپاره پرانیستل شوې، تل همداسې پرانیستې نه‌شي پاتې کېدلی «له نوموړي فرصت څخه پر خپل وخت اغیزمنه ګټه اخیستل ملي مسولیت دی.»

نن اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم وویل، چې د سولې لپاره هڅې باید منسجمې او په وینا يې د واحد دریځ پر درلودلو تر «یوه رهبري» لاندې پر مخ یووړل شي.

حامد کرزی د هغه پلاوي په سر کې دی، چې ټاکل شوې دوه اوونۍ وروسته قطر کې له طالبانو سره د مسکو په څېر یوه بله بین الافغاني غونډه وکړي.

%d bloggers like this: