افغانستان

عبدالله عبدالله: د قطر بین الافغاني ناستې ته زه هم بلل شوی یم

د کابل حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یوې خبري ناستې ته ویلي د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ دوهمې ناستې ته  بلل شوی دی.

اجرائیه رئیس دغه بلنه د حکومت په نوم وبلله او زیاته یې کړه چې “دغې بین الافغاني ناستې ته زه هم بلل شوی یم“

نوموړي دا ونه ویل چې دا بلنه ورته طالبانو که د قطر حکومت او یا هم افغان پلاوي ورکړې ده.

عبدالله عبدالله و ویل چې تر اوسه یې پریکړه نده کړې چې غونډه کې ګډون وکړي کنه، خو یواځې د بلنې خبر یې ورکړ چې غونډې ته د ګډون بلنه ورکول شوې ده.

داپداسې حال کې دی چې تر اوسه طالبان پدې ژبه دي چې د کابل ادارې له ادرسه هیچا سره هم نه ویني او د یو افغان په توګه د افغانستان د راتلونکي لپاره له هر افغان سره ویني او سلا مشورې ورسره کوي.

د عبدالله سربیره په لومړی بین الافغاني ناسته کې چې مسکو کې ترسره شوه راتلونکو ټاکنو ته یو شمیر نوماندان هم دغې غونډې ته بلل شوي وو او ګډون یې پکې کړی وو.

%d bloggers like this: