نظر او تحلیل

د افغانستان ژغورنه؛ د همغږي کیدو ضرورت


ف، فایض

افغانستان
دا مهال د خپل تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي، کورنی حالت که یوې خوا ته له هر پلوه
د اندېښنې وړ دی او له بهره هم چې کومې لاسوهنې روانې دي، کومې توطیې روانې دي هغه
هم کاملاًمحسوسې دي. که زموږ کورنۍ ستونزې دي البته په دې د افغان ولس او په ځانګړې
توګه افغان مشرانو غفلت هېڅکله نالیدلی نه شي ګڼل کېدای؛ خو دا حقیقت هم باید هېر نه
کړو چې زموږ کورنۍ ستونزې هم تر ډېره بهرنیو لاسوهنو پړسولې دي. که فرض کړو په دې کار
کې خپل مشران شل سلنه ملامت وبولو؛ نو بهرنیان اتیا سلنه ملامت بللای شو. د انګرېزانو
دا مشهوره خبره باید هېره نه کړو چې: «بېل یې کړه؛ اېل یې کړه» چې اوس په دغه فورمول
ټول استعماري ملکونه دا که واړه دي که لوی، سیمه ییز دي که نړیوال عمل کوي؛ د بېلګې
په توګه که د افغان ولس په وېشلو کې انګرېزانو څومره لاس لرلی دی، روسانو هم ترېنه
کم نقش نه دی لوبولی. اوس هغه ده غربیان او زموږ ګاونډیان هم په دې ځغل کې د نړۍ له لویو استعماري هېوادونو
نه کم نقش نه لوبوي.

دا اوس
د افغانستان په اړه د سولې خبرې روانې دي، په دې کې شک نشته چې دا خبرې هر اړخیزې نه
دی؛ خو دا تمه ترې کېدای شي، چې دا پیل، د سولې د هر اړخیزو مذاکراتو پیلامه شي، که
نن طالب د امریکا سره مذاکراتو ته ناست دی، کیدای شي چې سبا ته د طالب او دولت تر منځ
هم د خبرو له پاره بنده دروازه پرانیري او دا کار به کېږي؛ ځکه چې په ډېرو مسایلو کې
دې ته ضرورت دی، د بېلګې په توګه له طالبانو سره چې د دولت څومره بندیان دي له دولت
سره د هغې درې چنده طالبان بندیان دي؛ نو که مذاکرات و نه شي، طالبان به څه ډول د سولې
پر بهیر را ګډېږي. دغه ضرورت تر اوسه پورې نه امریکا منتفي بللی دی، نه اروپایي اتحادیې
او حتی نه ګاونډیانو، ټول وایي چې باید دا خبرې ترسره شي، امیدی دی چې د طالبانو پر
دې ضرورت سر خلاص شي او یوه ورځ له دولت سره خبرو ته کښېني.

البته
داسې نه ده چې دولت کمزورۍ نه لري؛ بلکې ډېرې کمزورۍ لري او چې څومره انتقاد پرې وشي،
ګنجایش لري؛ خو کله سړی د یوه لوی مصلحت له پاره واړه مصلحتونه نالیدلي ګڼي. اوس ټول
پر دې خبره سره سلا دي چې سوله زموږ لومړیتوب دی، که سوله را نه شي دا هره ورځ سل دوه
سوه افغانان وژل کېږي که فرض کړو دا اوسنی حکومت شل کاله هم نور په واک کې پاتې شي،
څه خوند به ولري. تاسې وګورﺉ یو څوک د جهاد پر وخت؛ جهاد ته ځي ښه پوهېږي چې ددې احتمال
ډېر دی چې دی په جهاد کې شهید شي؛ خو دی په ډېره خوشبینۍ د جهاد مورچل ته ځي، دا ځکه چې دی پر دې باور دی
چې د خدای (ج) د کلمې لوړاوی زما تر وینو ډېر با ارزښته دی. دغسې خلک خپل واک له یوه لوی اسلامي یا ملي مصلحت نه قربانوي؛
نو دا ارزي چې دا کار وکړي؛ خو هغه څوک چې د حکومت منتقدین دي هغوی دې هم خدای په یوه
نامه نه نیسي او دا کرښه دې نه را کاږي، چې خامخا دې حکومت له مخې لرې شي؛ ځکه دلته
د دې احتمال هم شته چې د هغوی هدف دا وي چې اوبه خړې کړي او د خپلې خوښې کبان په کې
ونیسي. په دې هېواد کې هغه څوک چې د سیاست ډګر ته را وتلي دي، ټول معلوم دي، چې چا
څه وکړل؛ د بېلګې په توګه د شمال جبهه کې شاملو قوتونو ان له ۱۹۹۲ نه په دې هېواد کې کوم منفي رول و چې ویې نه لوباوه، ان چې همغه د مقاومت په وخت
کې چې دوی پرې ډېر نازېږي، د سي آی اې جنرال ګیري شرون په پنجشېر کې اړولي وو چې د
هغه خپل لیکلی کتاب د «سي آی اې په پنجشېر کې» په نامه په پښتو ژباړل شوی او په دري
ژبه هم ژباړل شوی، دغسې تاسې د امریکایي ژورنالست سټیو کول د پېریانو جګړې نومی کتاب
هم لوستلی شئ
یا دغسې دیوه بل امریکایي ژورنالست باب ووډ وارډ کتاب «بش
په جګړه کې» دا هغه د لومړي لاس کتابونه دي چې امریکایانو لیکلي دي او د ګیري شرون
کتاب خو بیا په ټولو کې مهم دی، ځکه هغه خپلې کارنامې هم په کې بیانوي، یا له ۲۰۰۱ نه وروسته چې هغی څه وکړل، څه سیاستونه یې ولوبول، کومې معاملې
یې وکړې چې هغه د اردو ژبو په اصطلاح «په دې حمام کې ټول بربنډ دي». البته زه دا نه
ردوم چې موږ پاک او پر هېواد مین شخصیتونه هم لرو، چې د هغو درناوی په کار دی او هیله
ده چې هغوی که اوس په دولت کې نه وي شامل چې په راتلونکي کې نالیدلي و نه ګڼل شي او
له خدماتو نه یې ګټه واخستل شي. یو وخت مې د هجرت په چاپېریال کې یو ملا ملګری و، کله
به چې ورسره مخ شوم او پوښتنه به مې ترېنه وکړه چې ملا صېب څه حال دی؛ نو موسکی به
شو او وبه یې ویل:

د خدای
هیله ده او د سلطان جان سترګې

نو زموږ
د سلطان جان سترګې همدغه پاک او پر هېواد او خپلو دیني ارزښتونو مین شخصیتونه دي، افغانستان
یوه دېرش میلیوني ټولنه ده، موږ هېڅکله دا نه وایو چې زموږ د هېواد غېږه له دغسې شخصیتونو
نه تشه ده، خدای دې نه کوي. زه هغه ده پروني کمونستان چې د دې ولس په قتل عام
کې یې برخه درلوده هم ګورم چې کله په دې رسنۍ کې ناست وي او کله په هغه کې او ولس ته
د نجات نسخې ورکوي؛ خو دا نه ګوري چې آخر دوی پخپله څه کړي دي، لږ تر لږه خو دې هغه
کسان ولس ته د نجات دا نسخې نه ورکوي چې په ماضي کې یې د هېواد او هېوادوالو په اړه
منفي رول لوبولی دی. زه دلته د باچا خان هغه مشهورې خبرې ته اشاره کوم چې:

«لابه
یو کېږو؛ ګنې ورکېږو»

که څه
هم سیاست زموږ په هېواد کې بالکل نوې خبره نه ده؛ خو دموکراسي او د دموکراسۍ تمرین
تر ډېره نوې خبره ده، تر هغې پورې چې زموږ په هېواد کې یو دموکراتیک نطام بنسټیز کېږي،
موږ ډېر مزله ته اړتیا لرو، موږ دې ته هم ضرورت لو چې هغسې واکمن او مخالف ګوندونه
ولرو چې له حقوقي پلوه دا مفهوم پیدا کوي، موږ اوس ټول ملت دې ته اړتیا لرو چې یو بل
ته د مرستې لاس ورکړو، څوک به ډېر پوهېږو، څوک به لږ پوهېږي، څوک به ډېره تجربه لري
او څوک به لږه تجربه لري؛ خو دا تول ترازو به لږ تر لږه د اوس له پاره نه کوو چې ته
چارک یې او زه من؛ بلکې یو به بل ته د مرستې لاس غزوو. حکومت هم باید هېڅکله ځان د
ولس او بیا په خاص ډول د سیاستپوهانو له مرستو او مشورو بې نیازه و نه ګڼي؛ ځکه بې
نیازه نه دی، موږ په څه حالت کې یو؛ تر څلوېښتو د زیاتو هېوادونو د نظامي حضور کوربانه
یو، له اقتصادي پلوه مو د خیرات کچکول هغوی ته نیولی دی، په دغه روان بدمرغه نیابتي
جنګ کې هم نظامي ضرورتونه له هغوی نه پوره کوو، زموږ یو ډېر عادي ناروغ هم پېښور او
کوېټې ته منډې وهي او هلته خپله درملنه کوي او دغسې بلا نور ضرورتونه او مجبوریتونه،
موږ خپل هېواد په اتفاق او اتحاد سره هم د جنګ له بدمرغه منګولو نه خلاصولای شو، او
هم د خپلو ضرورتونو پوره کولو له پاره مثبت ګامونه اخستلای شو؛ نو راځئ
چې بې ضرورته سیاسي تربګني هم پرېږدو او بې ضرورته ځېل هم
یوې خوا ته کښېږدو او په یو غږ د خپل هېواد د ژغورنې او ښېرازۍ له پاره ګامونه واخلو.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

%d bloggers like this: