نظر او تحلیل

اونیزه تبصره: د قطر را روانه غونډه د افغان کړکیچ حل لپاره بې ساری اقدام دی

د مسکو له بین الافغاني غونډې وروسته دا ځل ټاکل شوې ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې دوهمه بین الافغاني غونډه ترسره شي، که څه هم تراوسه طالبانو د غونډې په تړاو رسمی څرګندونې نه دي کړې، مګر ویل کیږي چې دا ځل طالبانو د افغان کړکیچ لپاره تر بل هر وخت جدي اقدام کړئ دی، چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه به دوحه کې دایره شي او شاوخوا دوه سوه کسان به په دغه غونډه کې ګډون ولري.

د یادونې وړ ده چې دا ځل غونډه کې د افغانستان نامتو سیاسي او علمی څېرو سربیره ژورنالیستانو، لیکوالانو او ښځو ته هم پراخه ونډه ورکړل شوې ده، ترڅو چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکی حکومت په اړه د طالبانو سره خپلې مشورې شریکې کړي او د یو اسلامي او افغان شموله نظام لپاره تابیا ونیسي.

لکه څنګه چې د امریکا او طالبانو مخامخ مذاکراتو لړۍ شپږم پړاو ته ورسیده او په نیژدې راتلونکې کې به د شپږم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي سره جرګه شي، او تمه ده چې دا ځل به د دوه اساسۍ موضوعاتو باندې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو مکمل وتل او په راتلونکې کې د افغانستان څخه د امریکا او متحدینو لپاره یې د ګواښ نه پيښیدو ضمانت ورکول دي، پریکړې ته سره ورسیږي.

دا چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته نړیوال او افغانان تشویش کوي ترڅو چې یو ځل بیا د نویمو کلونو ترخه تجربه تکرار نه شي، افغانان یو ځل بیا خپلمنځي جګړو ته لمن و نه وهي، نو په همدې اساس د مسکو او قطر بین الافغاني غونډې کولائ شي چې په ډیره آسانۍ سره د هیوادوالو انديښنې ځواب کړي، د راتلونکی حکومت لپاره تابیا ونیسي، ترڅو چې ټول افغانان د یو حکومت تر چتر لاندې سره متفق شي.

باید وویل شي چې د ګوتو په شمېر کړۍ نه غواړي افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي او سوله راشي، ځکه چې د جګړې په دوام کې د دوی شخصي ګټې خوندي دي، که چیرې سوله راشي او د جګړې ټغر ټول شي نو دوی به هر څه له لاسه ورکړي، ځکه خو ټول افغانانو ته پکار ده چې د سولې راتګ لپاره هلې ځلې وکړي، او د جنګسالارانو پر وړاندې متفق شي، ترڅو چې افغانستان هم د نورو هیوادونو په څېر د امن کور وګرځي.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: