افغانستان

داودزی: د امریکا او طالبانو د ناستو اوږدېدل، اندېښنې راپورته کوي

عمر داودزی

د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزي ويلي، شونې ده، د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې نورو پړاوونو ته هم وغځيږي او د دغه بهير غځېدا به پوښتنې او اندېښنې راپيداکړي.

داودزي په کابل کې د سولې په روان بهير کې د رسنيو او مدني ټولنو د ونډې په اړه يوې ناستې وويل، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ روانې خبرې بايد ژر پای ته ورسيږي او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د سولې عالي شورا د درالانشا مشر زياته کړې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په تړاو له افغان حکومت او عامو خلکو سره اندېښنې شته او بايد دا پوښتنې حل شي.

نوموړي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې او  پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان ته راغلی او دلته يې د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله سربېره له يو شمېر  نورو چارواکو او د سیاسي گوندونو له استازو سره ليدلي دي.

خلیلزاد په کابل کې له رسنيو سره په خبرو کې له طالبانو سره په روانو خبرو خوښي ښوولې او هيله يې ښکاره کړې، چې شونې ده، امریکا او طالبان له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې يوې هوکړې ته ورسيږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين هم نيويارک ټايمز ته ويلي، چې شونې ده، په راتلونکې ناسته کې له امریکا سره پر ځينو مسايلو هوکړې ته ورسيږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو شپاړس ورځنی پنځم پړاو د تېرې مياشتې په پنځلسمه پای ته رسېدلی او ټاکل شوې،  چې د روانې مياشتې په نيمايي کې يو  ځل بيا دواړه لوري بله ناسته وکړي او تر هغې وروسته به طالبان د افغانستان له پخوانيو چارواکو، ديني علماوو، د مدني  ټولنو له استازو او خبريالانو سره بله ناسته وکړي.

%d bloggers like this: