افغانستان

زلمی خلیلزاد به نن په ارګ کې له افغان سیاسیونو سره وګوري

 

نن په ارګ کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه جوړیږي، چې د سیاسي مشرانو په ګډون به حکومتي چارواکي هم ګډون پکې وکړي.

په دې غونډه کې به ډاکټر زلمی خلیلزاد له دوی سره د سولې اړوند بحث کوي.

ویل کیږي د ارګ په ننۍ جلسه کې به د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس په ګډون سیاسي مشران، لکه حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او همداسې نور ځیني مشران ګډون کوي.

دوه ورځې کیږي، چې زلمی خلیلزاد د خپل شپږم سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی او دلته یې له ځینو چارواکو او سیاسي مشرانو سره لیدنې هم کړي دي.

نوموړي تیره ورځ کندهار ته هم سفر وکړ او هلته یې له قومي مشرانو سره د سولې په اړه بحث درلود.

د زلمي خلیلزاد دا لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې ده، د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه به په دوحه کې د مسکو د غونډې په تعقیب دوهمه غونډه جوړیږي.

د یادونې وړ ده، چې زلمی خلیلزاد به د خپل دې سفر په وروستي پړاو کې قطر ته هم ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره د خبرو لپاره تم کیږي.

%d bloggers like this: