کلتور او ادب

پاڼه/ اجمل پسرلی

 د شکیدلې ککرۍ پر سر یې خړ خړ ټاپي د څراغ رڼا ته ځلیدل. د چشمو له سره یې په لاس کې نیولو پاڼو ته کتل. لور یې ورغږ کړل. ده عینکي په سترګو سمې کړې، بیرته یې د پوزې سر ته راوستې.

نجلۍ یې لاس وروځوځاوه. ده ټکان وخوړ، هغې خپل نوی ایستلی رسم ورته ونیو. پلار یې د مرغۍ مخې ته ایستل شوې پنجرې ته ګوته ونیوله، خوله یې پرانیسته:

-دا ستنې باید دغسې زما د دې نویو غاښونو غوندې یورنګ وای

لور یې ویښته د غوږ شاته کړل:

-دغه پنجره چې مرغۍ منګولې پرې لګولي، ګوره نرۍ شوې … مرغۍ غواړي پنجره ماته کړي راووځي 

پلار یې سترګې کش کړې:

-ډير ښه ډير ښه د همدې لپاره درته وایم چې د رسم استاده شه

-ما خو درته وویل له خیره انجنیري وایم

– انجنیري ته نجونې جوړې نه دي چې په تعمیرونو به ګرځي

-بابا اوس زمانه بدله ده ډیزاین په کمپیوټر کې جوړیږي

پلار یې عینکي اړخ ته کیښودې، سترګې یې وموښلې:

– که دې معلمي هیڅ نه خوښیږي ډاکټري خو شته

-اوف طب خو مه راته یادوه او معلمي خو مې بیخي ښه نه ایسي

پلار یې سر وخوځاوه:

-زه د ژوند اوږده تجربه لرم د نورو پلرونو په رنګ دې نه مجبوروم چې دا شی خامخا ووایه خو په انجنیري کې به ډيره سرګردانه یې لرې لرې به پسې ځې، زمانه کله هغه پخوانۍ ده

نجلۍ پر خپل رسم ګوته تیره کړه، پلار یې بیرته عینکي د پوزې پر سر کیښودې، پاڼه یې راواړوله.

پای

951 total views, 2 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: