کلتور او ادب

د هغه ماشوم کیسه چې لاس یې په قیمتي ګلدان کې بند شوی وو

یوه ورځ د میلمستیا په محفل کې یو ماشوم چې د نڅا په حال کې وو، لاس یې په یو کوچني ګلدان کې چې قیمت یې ډیر لوړ وو بند پاتې شو.

هر ډول کوښښ یې وکړ خو یي ونشو کولای چې خپل لاس له ګلدان څخه وباسي. نو په ناچارۍ سره یې د خپل پلار څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

مګر پلار یې چې هر ډول کوښښ وکړ هغه هم ونشو کولای چې د زوی لاس له ګلدان څخه وباسي. په محفل کې حاضر خلک راجمع شوي وو او هر یو د مرستې په فکر کې وو.

بالاخره پلار یې راضي کړ چې ګلدان مات کړي او د خپل زوی لاس ازاد کړي.

ناڅاپه یې فکر شو او زوی ته یې وویل:

لاس دې خلاص کړه، ګوتې دې یو له بل سره ونښلوه او زما د لاس په څیر یې سره راټولې کړه، نو لاس به دې راخلاص شي.

زوی یې ورته وویل: پوهیږم، مګر دا کار نشم کولای.

پلار یې یې د زوی پدې خبره ډیر زیات حیران شو او پوښتنه یې ترې وکړه: ولې یې نشې کولای؟

زوی یې ورته وویل: که دا کار وکړم نو هغه سکه چې په موټي کې مې نیولې ده  راڅخه غورځيږي.

شاید تاسو او د مجلس ګډون کوونکي د هغه ماشوم په ساده ګۍ پورې وخاندئ مګر که متوجه شو مونږ ټول په ژوند کې له ځینو بې ارزښته شیانو سره داسې مینه لرو چې با ارزښته شیان مو پرې له یاده ویستي دي.

هغه د لوړ قیمت ګلدان زمونږ عمر دی او هغه بې ارزښته سکه زمونږ مادي او بیهوده ژوند دی، او د هغه ماشوم فکر زمونږ د اکثریت انسانانو فکر دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */