ټیکنالوژي

اپل به دا ځل ۵ ایفونونه معرفي کړي

د نوي ایفونونو معرفي کېدو ته لا هم څو میاشتې پاتې خو بیا هم د ایفون اېس اېکس، اېکس اېس مکس او اېکس ار د نوو بڼو اړوند بې شمېره معلومات خپاره شوي.

د دغو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ د اپل کمپنۍ راتلونکو ځیرکو موبایلونو د ډیزاین په برخه کې به یو ځل بیا کوم ځانگړی بدلون تر سترگو نه شي خو ۲۰۱۹ کې به اپل کمپنۍ د لومړۍ ځل لپاره پنځه نوي ایفونونه یو ځای معرفي کړي.

د ټکنالوژي برخې باوري معلومات افشا کوونکي وېب پاڼې ادعا کوي چې اپل کمپنۍ به د تېر کال ایفونونو تر څنگ دوه نورو ایفونونو باندې هم کار کوي، چې شاتنۍ برخې کې به درې کامرې ولري.

دغه دوو ځیرکو موبایلونو کې به یو يي ۶٫۱ او بله يي ۶٫۵ انچه او اېل اې ډي ډوله مخ‌پاڼه ولري.

دغه راپور کې همداراز ادعا شوې چې په چین کې د اپل قانوني څانگې څخه رسېدلو معلوماتو پر بنسټ دغه ځیرک موبایلونه به د پخوا په پرتله ستر لېنزونه او سېنسرونه ولري.

دغو دوو ځیرکو موبایلونو پنډوالی به هم د نورو موبایلونو په پرتله زیات وي او د لومړۍ ځل لپاره به یو اېس بي ټایپ سي ډوله کنکټر به هم په کې ځای پر ځای شوی وي او د چټک او وایرلېس چارجنگ وړتیا به ولري.

ایفون اېکس، ایفون اېکس اېس مکس او ایفون اېکس ار نوې بڼې به د تېر کال بڼو سره توپیر ونه لري خو هارډوېیر به يي د تېر کال په پرتله غوره وي.

خو دا هغه معلومات دي چې مختلفو سرچینو د راتلونکو ځیرکو موبایلونو اړوند خپاره کړي او اپل کمپنۍ په دې اړه په رسمي توگه څه نه دي ویلي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: