افغانستان

د امریکا کانګرس: د طالبانو سره د مذکراتو له جزئیاتو باید مونږ هم خبر شو

د امریکا په کانګرس کې د دیموکراتانو ډلې استازو په یوه لیک کې د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې له طالبانو سره د امریکایي چارواکو له مذاکراتو باید دوی هم خبر شي.

استازو شک ښوودلی چې د خلیلزاد لخوا ښایي دغه پروسه شفافه مخته نه ځي نو اړینه ده چې باید دوی یې پر ابعادو وپوهیږي.

د کانګرس غړو ویلي، وروسته تر هغه چې خلیلزاد امریکا ته ورشي،   د بهرنیو چارو وزارت دې په یوه اونۍ کې کانګرس ته د معلوماتو ورکولو په موخه ور ورلیږي.

امریکايي استازو زیاته کړې،  دوی باید د ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د ښځو آزادۍ، د بشر حقوق، د بیان آزادۍ او د امریکا ټولې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې له خاورو سره نه خاورې کیږي.

د امریکا کانګرس داسې مهال دا اندیښنه ښوودلې چې ټاکل شوې ده،  په لنډ راتلونکي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو خبرې هم پیل شي

%d bloggers like this: