لوبې

ګلبدين نائب: دوه اوونيو کې به د نړيوال جام لپاره د کرکټ لوبډله اعلان شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی کپتان ګلبدين نائيب وايي، په راتلونکو دوو اوونيو کې به د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان شي.

هغه وايي، په جنوبي افريقا کې به افغان لوبډله د اپريل تر اووه ويشتمې نيټې پورې خپلو تمريناتو ته ادامه ورکړي او په اته ويشتمه نيټه به هيواد ته ستنيږي.

ګلبدين نائب زياته کړه، په دغه هيواد کې شپږ لوبې لري او یادو لوبو ته په کتو به کرکټ بورډ په درويشتم یا څلورويشتم د نړيوال جام لپاره پنځلس کسيزه ډله اعلان کړي.

نوموړي وويل،راشد، نبي او مجيب د هند په آي پي ايل کې مصروف دی چې هغه هم ورته ښه پرکټس دی خو ډير ژر به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

ګلبدین نائب وايي، په لوړ مورال او نوښت سره به نړيوال جام ته ووځي.

د کرکټ نړيوال جام د مئ مياشتې له دېرشمې د جولای تر څوارلسمې نيټې د انګلستان په ويلز ښار کې ترسره کيږي.

%d bloggers like this: