ټیکنالوژي

سامسنگ لومړنۍ بهر وتونکې کامره لرونکې ځیرک موبایل معرفي کړ

سامسنگ کمپنۍ تېره ورځ د گلکسي اې۸۰ (Galaxy A80) په نوم داسې ځیرک موبایل معرفي کړ چې کامره يي په اتومات ډول بهر راوځي او کاروونکي کولی شي د شاتنۍ اصلي کامرې سره سېلفي تصویرونه هم واخلي.

سامسنگ کمپنۍ خپل دغه او ورسره گلکسي اې۷۰ په نوم بل ځیرک موبایل د تایلینډ په بنکاک ښار کې یوې جوړې شوې غونډې پر مهال معرفي کړل.

گلکسي اې۸۰ ځیرک موبایل مخ‌پاڼه څنډې نه لري او په کې سېلفي کامره نه ده ورکړل شوې او په دې ډول ۶٫۷ انچه ستر سوپر امولېډ ډوله مخ‌پاڼه لري. دغه ځیرک موبایل کې د اېف اېچ ډي پلس ریزلوشن هم ورکړل شوې.

سامسنگ کمپنۍ دغه ځیرک موبایل کې اوکټا کور ۷۳۰ جي ډوله پروسېسر کارولی چې ۸ گېاگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. کاروونکي د دغه ځیرک موبایل د فایل ثبتونې وړتیا نشي زیاتولی ځکه چې دغه ځیرک موبایل د میموري کارډ د ملاتړ ځانگړنه نه لري.

گلکسي اې۸۰ کې د غوږۍ پر ځای د یو اېس بي ټايپ سي پورټ ورکړل شوی او دوه سیمکارته دی.

هېره دې نه وي چې دغه ځیرک موبایل کې د گلکسي اېس۱۰ پلس په څېر الټراسانک وړتیا لرونکې د گوتې نښې سېنسر ورکړل شوې چې د مخ‌پاڼې لاندې ځای پر ځای شوی.

د گلکسي اې۸۰ بېټرۍ ۳۷۰۰ ملي امپیره وړتیا لري.

د گلکسي اې۸۰ تر ټولو غوره ځانگړنه درې کامرې لرل دي چې سامسنگ کمپنۍ په کې د لومړي ځل لپاره ۴۸ مېگاپکسله ۲ اپرېچر وړتیا لرونکې اصلي کامره ځای پر ځای کړې. دوهمه کامره يي ۸ مېگاپکسله الټراوایډ ۲٫۲ اپرېچره کامره ده او درېیمه کامره يي تري ډي ډېپټ کامره ده چې تصویر کې د تفصیلاتو ځایولو دنده لري.

دغه کامرې د سېلفي لپاره هم کارول کېږي، چې د یوه ځانگړي سیستم له لارې د سېلفي کامرې خلاصولو پر مهال دغه کامرې په اتومات ډول مخکې لوري ته تاوېږي.

دغه ځیرک موبایل به د مې په ۲۹مه خرڅلاو ته وړاندې شي او د بیې په اړه يي څه نه دي ویل شوي.

%d bloggers like this: