روغتیا

څېړنه: د کلسیم گولۍ د سرطان لامل گرځي

امریکا کې ترسره شوې نوې څېړنې ادعا کړې چې په خپل سر له اندازې زیات د کلسیم گولۍ کارول د سرطان د ناروغۍ خطر زیاتولی شي.

د ټفټس پوهنتون دغې څېړنې کې راغلې چې په ورځنۍ ډول د گولۍ له لارې ۱۰۰۰ ملي گرامه کلسیم کارول د سرطان او پایله کې يي د مړینې خطر زیاتوي.

دغې څېړنې کې ادعا شوې چې له اندازې زیات کلسیم او د سرطان رامنځته کېدو ترمنځ ژورې اړیکې موجودې دي او له دې سربېره نور منفي اغېز هم لري.

خو ښه خبر دا دی چې څېړونکو موندلې چې د خوړو له لارې کلسیم اخیستل د دغې وژونکې ناروغۍ لامل نه گرځي او د خوړو له لارې په مناسبه اندازه وېټامین اې، کې، مگنیزیم او زنک خوړل د مړینې خطر کموي.

څېړونکو د دغې څېړنې پایله کې ټینگار وکړ چې د گولۍ پر ځای باید د طبیعي خوړو له لارې دغه گټور مواد بدن ته جذب شي تر څو د دغې وژونکې ناروغۍ خطر هم کم شي.

له دې وړاندې یو شمېر طبي څېړنو ثابته کړې وه چې د کلسیم گولۍ د وینې شریانونو اړوندو ناروغیو خطر زیاتوي او په دې ډول د زړه د ناروغیو او روغتیايي ستونزو لامل هم گرځي.

د دغې څېړنې څېړونکي وايي چې دغې څېړنې څخه دې پایلې ته رسېدلي چې د کلسیم گولۍ کارول که څه هم د بدن کلسیم زیاتوي خو ورسره د سرطان لامل هم گرځي او خلک باید هڅه وکړي یوازې طبیعي خوړو له لارې خپل د بدن د اړتیا وړ کلسیم بشپړ کړي.

دغې څېړنې په جریان کې د ۲۷۰۰۰ کسانو چې عمر يي له ۲۰ کلونو څخه لوړ و د خوړو عادتونو او مختلفو ناروغیو له امله د مړینې ترمنځ اړیکې وڅېړل شوې.

پایلو څخه څرگنده شوه چې په ډېره اندازه د کلسیم گولۍ کارول د سرطان د وژونکې ناروغۍ خطر زیاتوي.

څېړونکي وايي چې په دې اړه نورو څېړنو ته هم اړتیا ده.

%d bloggers like this: