خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: دیني علماو ته په اسلامي هېوادونو کې د لوړو زده کړو زمینه برابریږي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې نن له غرمې وروسته د دې ولایت له یو شمېر علماو سره وکتل.

په پیل کې د فاریاب ولایت د علماو شورا مرستیال غلام نبي غفوري علماو ته د جمهوررئیس له پاملرنې څخه په مننې په بېلابېلو برخو کې د علماو  ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني وویل، علماء د پیغمبرانو وارثان دي او ستاسې په وجود کې د اسلام د طلایي دورې او شرعي احکامو د فهم تسلسل او درک نغښتی دی.

جمهوررئیس د فاریاب علماو ته په خطاب کې وویل، تاسې د ستر فرهنګي میراث استازیتوب کوئ او د فاریاب علماو له ورېښمو لارې نېک اخلاق او علم نورو نقطو ته انتقالاوه، نو تاسې هم باید د خپلو مشرانو رول بېرته راژوندی کړئ. هغه ټینګار وکړ، خپله ملي غوښتنه د الهي اوامرو مطابق برجسته کړئ.

جمهوررئیس وویل، له علماو سره زور زیاتې یا توند چلند د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه، زموږ اساسي قانون په نړۍ کې بېساری دی او دیني علماو ته په اسلامي هېوادونو کې د لوړو زده کړو شرایط برابرېږي.

جمهوررئیس د فاریاب له علماو وغوښتل چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې دا مسئله چې په سوله کې خېر دی، برجسته کړي. هغه زیاته کړه د افغانستان د علماو روحاني قوت ډېر زیات او د دوی د سولې غږ تاثیر لرونکی دی.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: