خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: تر هغې چې سمتې، قومي او حزبي فکر کوو، ملي او افغانستان شموله فکر نشو لرلی

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې نن ماسپښین د دې ولایت له مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

په پیل کې مولاداد پوپل د نورو په استازیتوب وویل، د فاریاب خلکو د جګړې د پایته رسېدو او پایداره سولې د تامین په موخه په فاریاب کې ولسي مشورتي شورا جوړه کړې او په دې شورا کې د ټولو اقشار، قومونو او ګوندونو استازي په متحد ډول د جګړې د پایته رسېدو غوښتونکي دي.

نوموړي د خشت پل بند جوړولو، د المار او دهن درې بندونو د کارونو د چټکتیا، د طب پوهنځي د ایجاد، د خواجه قچي بندر د فعالولو، درې سوه بستریز ته د فاریاب د سل بستریز روغتون د ارتقا، د میمنې ښار د داخلي سړکونو د قیرولو او په اړوندو ولایتونو کې د متقاعدو مامورینو د معاشاتو د اجرا په برخه کې خپلې غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني په فاریاب ولایت کې د قومونو د یووالي قدرداني وکړه او وې ویل: تر هغې چې سمتې، قومي او حزبي فکر کوو، ملي او افغانستان شموله فکر نشو لرلی. هغه زیاته کړه، د فاریاب ولسي مشورتي شورا چې د دې ولایت د خلکو د اتفاق استازیتوب کوي، یو ستر او ارزښتناک ګام دی.

جمهوررئیس د یادو مشرانو غوښتنې ته په پام وویل، د بندونو د جوړولو په برخه کې به ژر د خوځښت شاهدان شئ او عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې فاریاب ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا په خاطر واضح طرحه وړاندې کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په اړوندو ولایتونو کې به د متقاعدو مامورنیو د معاشاتو د ورکړې پر وړاندې شته خنډونه لمنځه یووړل شي او د چارو ادارې رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې ژر د متقاعدینو دغې ستونزې ته رسیدګي وکړي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، په ټولو ولایتونو کې متوازن انکشاف د نفاق د لمنځه وړلو لار  او زموږ اصلي موخه ده.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: