افغانستان

ننګرهار: طالبانو او دولت د شیرزادو پر ولسوالۍ د برید جزئیات خپاره کړل

د ننګرهار ځایي چارواکو او طالبانو د دغه ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د تیرې شپې د خونړي برید جزئیات خپاره کړي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې، وسلوالو تېره شپه د شېرزاد ولسوالۍ په مقام ودانۍ د دوو لویو موټر بمونو په وسیله سترې حملې وکړې، چې وروسته نور بریدګر ولسوالۍ ته ننوتل او له میشتو عسکرو سره یې څو ساعتیزې نښتې وکړې.

خوږیاڼی وایي، په ځوابي بریدونو کې یې ۲۷ وسلوال وژلي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی په دې ستر برید کې یواځې د خپلو دو عسکرو د وژل کیدو او ۸ نورو د ژوبلیدو پخلی کوي.

بلخوا بیا  د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي چې، د پیښې پر مهال ملکي وګړو ته  هیڅ کوم زیان ندی اوښتی.

طالبانو چې د برید مسؤلیت یې منلی ،ویلي، په دغه برید کې یې لسګونه تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژلي او ټپیان کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په ولسوالۍ کې ۱۳۰ تنه پولیس او اربکیان او په نظامي بیس کې تر ۲۰۰ پورې د ملي عسکر اوسیدل چې د دواړو ودانیو په تخریب سره په کې میشت عسکر، پولیس او اربکیان اکثره وژل شوي او ټپيان دي چې تر نن سهاره ورته د امبولانس چورلکې د مړو او ټپیانو د انتقال لپاره تګ راتګ کوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې لومړی د دوه موټر بمونو او وروسته د پياده بریدکونکو په مټ یې، د ولسوالۍ او ورسره نیږدې د عسکرو د بیس ودانۍ په ټولیزه توګه له منځه وړې او لا هم لسګونه عسکر تر خاورو لاندې دي.

مجاهد وایي،  د نظامي کارپوهانو او د عملیاتو د طراحانو د اټکل له مخې په پيښه کې له دوه سوو څخه ډير عسکر او پولیس وژل شوي او ټپيان دي.

د یادونې وړ ده چې دا برید د طالبانو د نویو پیل شویو عملیاتو “الفتح“ پر لومړۍ ورځ تر سره شو.

%d bloggers like this: