نړۍ

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو مسکو ته ځي

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين  ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خليلزاد په لنډ وخت کې مسکو ته سفر کوي.

کابلوف ويلي، چې خلیلزاد به د روان اپرېل په ۲۵مه د روسيې په کوربه‌توب د مسکو، بيجينگ او واشنگټن په درې اړخيزه ناسته کې گډون وکړي.

 د کابلوف په وينا دا درې اړخيزه ناسته د افغان سولې په تړاو جوړيږي او دوی ترې د ښو پایلو هيله لري.

کابلوف، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان په تړاو د امریکا پر ضد په توندو څرگندونو پېژندل شوی او په افغانستان کې د امریکا شتون د سيمې د امنيت پر وړاندې گواښ بولي او ټينگار کوي، چې امریکايي پوځيان بايد په افغانستان کې خپله جگړه پای ته ورسوي.

هغه دا هم ويلي، چې د  افغانستان بحران اوس نړيواله موضوع ده، د سيمې ستر هېوادونه په دې اړه خپل رول لوبوي او دوی چمتو دي، چې د افغانستان بحران په سوله‌ييز حل کې له امریکا او افغانستان سره مرستې وکړي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: