نظر او تحلیل

خلیلزاد دې ډېپلوماتک اخلاق له طالب مرکچیانو زده کړي!

لیکوال: جعفر عمریار

د افغان سولې په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بګرام کې پر امریکايي کاروان د طالبانو له مرګونې حملې وروسته د وري میاشتې په ۲۱ نېټه په خپله ټوېټپاڼه توند غبرګون وښوده، او ویې ویل: چې د نوموړو امریکایانو وژونکي باید محاکمه شي.

دې ته ورته تازه په تازه یې د طالبانو له خوا د الفتح په نوم د مبارکو پسرلني عملیاتو اعلان غندلی او پخپله ټوېټ پاڼه یې له قطر او پاکستانه غوښتي ترڅو نوموړي عملیات و غندي. په داسې حال کې چې له دې وړاندې افغان حکومت هم د (خالد) په نوم د ننداریزه عملیاتو اعلان کړی وو. دا هرڅه په داسې حال کې تر سره کیږي چې ګډو ځواکونو په دې وروستیو کې ملکې تأسیسات، مدرسې، جوماتونه او د ولسي خلکو کورونه په پرله پسې توګه تر حملو لاندې نیولي؛ چې په ترڅ کې یې ولس ته هره ورځ د سر او مال خورا درانه زیانونه اوړي.

خلیلزاد د یو مغروره؛ خو ماته خوړلي لوري د استازي په حیث په خپل ټوېټ پاڼه ګوتڅنډنه او لالهانده ټوېټي فیرونه کوي چې په بګرام کې په امریکایي عسکرو حمله کوونکي د باید محکمه شي. ده ته به ښایي ځان د هاګ د نړیوالې محکمې قاضي مالومیږي، یا هم د لوبې کوم لوبڅار! په داسې حال کې چې خپله د جګړې د ماتې خوړلي یوه اړخ استازیتوب کوي ، یا خو به ښایي ګومان کوي چې د اړخونو له خوا د سولې حکم او مینځګړی ټاکل شوی، په داسې حال کې چې په څو پرله پسې ناستو کې یې د طالب مرکچیانو په وړاندې له امریکایي اړخه د یو استازي په توګه ګډون کړی.

ښایي ده ته خپل ځان د افغانستان د معاصر تاریخ مشهوره صوفي څېره صابر شاه ملنګ مالومیږي چې په یوه ملنګانه انداز او څو ټوېټي فیرونوسره به د افغانستان ستونځه بشپړه هواره کړي، د پاچاهۍ تاج به په خپل سر یا د کوم بل غربي تکنوکرات په رڼه ککرۍ ور کیږدي او هرڅه به بدل کړي.

اسلامپاله افغانان په دې ښه پوهیږي چې خلیلزاد د امریکایي عقیدې، امریکایي تابعیت، امریکایي فکرې، امریکایي وجدان، امریکایي اخلاقو او امریکایي اند څښتن ډېپلوماټ او د مشهورې یهودۍ مستشرقې چرل بنارډ مېړه دی چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت له خوا، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د عزتمنده ایستلو لپاره مأمور شوی؛ ترڅو یې ځواکونه یې د پخواني شوروي په برخلیک آخته یا خو لږ تر لږه په نوموړي ګرداب کې موښتي پاتې نه شي، یا یې هم ټول ځواک د امپراطوریو په دې لرغونې او معاصره هدیره کې د تل لپاره خښ نه شي.

هېره د نه وي چې خلیلزاد څو موده وړاندې د قطر په دوحه کې په څو پرله پسې ډېپلوماتیکو غونډو کې کې له طالب مرکچي پلاوي سره خبرې وکړې، د طالب مرکچیانو له نرم او ډېپلوماتیک دریځ نه په اټکل به ښایي فکر کوي، هرڅه زما په خوښه تر سره کیږي، زه به جګړه بندوم، غندم او اوږدووم. دا چې د نړیواله ډېپلوماتیکه کړنلارو له مخې د سولې په چارو کې یو ډېپلومات اجازه نه لري چې، د جګړې په اړه امر وکړي، وغندي او د کوم لوري له جګړې دفاع وکړي.

لږ تر لږ خو د قطر په دفتر کې د خپلو سیالو طالب مرکچیانو دریځ وګوري ، له هغوی نه د ډېپلوماتیکې کړنلارې او اخلاق زده کړي، هغوی سره له دې چې د طالب ځواک له اړخه د امریکایانو په وړاندې د خبرو اترو استازي توب کوي، له دې ټولو سره خوا کې بیا هم د جګړې اړوند، نه کوم امر کوي، نه کوم ټوېټ کوي او نه هم د بښلو او نه بښلو ګواښ کوي، بلکې د ټولو ډېپلوماتیکه اصولو او اخلاقو په نظر کې نیولو سره یواځې د غونډو پایلو ته انتظار باسي او متقابل احترام ساتي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: