ټیکنالوژي

د مخابراتو وزارت فيسبوک ته د بندولو خبرداری ورکړی – ويډيو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د معلوماتو او ټکنالوژۍ رييس شهزاد ګل اريوبي وايي چې د فيسبوک اداره دې بايد د افغانستان پاليسۍ او قوانين ومني.

د مخابراتو وزير شهزاد اريوبي نن په کابل کې يوې رسنيو ته د خبرو پرمهال وويل چې د فيسبوک اداره بايد د افغانستان پاليسۍ ومني، که داسې ونکړي پر فعاليتونو به يې بنديز ولګوي.

اريوبي د خپلو خبرو په دليل وايي چې د جعلي حسابونو له لارې ميرمنو ته سپکې سپورې، خلکو ته توهين او د افغان کلتور پر وړاندې ترې کار اخيستل کيږي.

د نوموړي په وينا چې د فيسبوک اداره دې په افغانستان کې ددې هېواد قوانين او پاليسۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ټول جعلي حسابونه دې بند کړي، که دا کار ونکړي نو ځانګړي تدابير بو وټاکي او د خپلې پاليسۍ له لارې به پرې بنديزونه ولګوي.

د مخابراتو وزير وايي چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې به د فيسبوک ادارې ته مکتوب وليږي چې يادې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، د نوموړي په وينا چې فيسبوک ته شپږ مياشتې وخت ورکوي تر څو اصلاحات راولي، د سرغړونې په صورت کې به افغانستان کې پر فيسبوک بنديز ولګوي.

د فيسبوک پاليسۍ له لارې هر کس کولای شي جعلي يا اصلي حساب د مبايل شمېرې او يا ايميل له لارې جوړ کړي، په همدې لړ کې په زرګونو جعلي حسابونه په دغه هېواد کې د عامو او خاصو کسانو لخوا جوړ او د بېلا بېلو هدفونو لپاره استعماليږي.

په افغانستان کې د تخنيکي برخې مشر عمر منصور وايي دغه اداره په ټوله نړۍ کې يو ډول اصول او مقررات لري، خو لکه څرنګه چې افغانستان کې اصول او ارزښتونه مختلف دي همدا لامل دی چې وخت ناوخت دې هېواد کې فېسبوک تر پوښتنې لاندې راځي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د مخابراتو وزارت فيسبوک ته د بندولو خبرداری ورکړی – ويډيو

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: