نظر او تحلیل

د فتحې په اړه څیړنه

کتاب: سوله او اسلام

لیکوال مفتي عزیزالرحمن عزیزي

د حديبیې تړون اسلام او مسلمانانو په ژوند کې د يوه نوي بدلون پیلامه وه؛ ځکه قریش د اسلام تر ټولو ستر پیاوړی سرتمبه او سر ناخلاصه دښمن وو کله چې دوی د جګړې له ډګر څخه د روغې جوړې او خبرو اترو ميز ته ولاړل؛ نو نوی بدلون رامنيځ ته شو، له همدې کبله علماؤ ځانګړې فایدې او ګټې بیان کړي تر دې پورې چې د حديبيې په سوله کې مسلمانانو ډيرې ګټې او فایدې لاس ته راوړي لومړی الله تعالی دغه سوله په فتح مبين سره ونوموله {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا(۱)الفتح:

ژباړه : ای پيغمبره ! بيشکه موږ تاته ښکاره فتحه او برۍ درکړی،
ښکاره فتحه ځکه ورته وايي: چې په دې کې د الله تعالی دین خلکو کې خپور او د دښمن مقابل کې د پیغمبر نصرت او مدد وشو بیلګه يې د حدیبې تړون دی چې ټول خلک يو بل څخه په امن کې وګرځیدل د اسلام دائره پراخه او د دعوت لړی پیل شوه او هر څوک د اسلام په حقيقت پوهه اوپه پوره توګه يې وپيژنده، تر دې پورې چې د الله تعالی دين ته خلک ډلې ډلې راتلل، نو له همدې امله په فتح مبين سره ونومول شوه/التفسیر المیسر)

علامه ماتريدي رحمه الله وايې: د دې آيت په شان نزول کې علماوو دوه ويناوې بيان کړي لومړی وينا د هغو علماؤ دی چې له دې آیت څخه مراد د مکې فتحه ده او دويم هغه قول دی چې علماء وايې: له دې څخه مراد د حديبیې امر دیق لکه علامه شعبي د پورتنی آيت په اړه وايې: دغه پورتنی آيت په حديبيه کې را نازل شوی دی.( تفسير الماوردي:ج ۵ص۳۰۹/دار الکتب العلميه)

د حديبې سوله يې فتح مبين سره ځکه ونوموله چې دا سوله په بنسټيزه توګه د مکې د فتحې لامل وګرځید حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او ځينې نور صحابه کرام وايي: تاسو خلک فتح مکې ته فتح وايې او موږ د حديبيې سولی ته فتح وايو اوهمداراز حضرت جابررضی الله عنه وايي: موږ د حديبې سوله فتح ګڼو/تفسیر معارف القرآن ج۹ص۸۲/وحيدي کتب خانه
حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه فرمايلی: په اسلام کې هيڅ یوه فتح د حديبيې سولې په څېر نشته دی لکن خلک پرې نه پوهيږي دا د الله تعالی او د پیغمبر تر منځ یو مقرر شوی حقیقت وو( معارف القرآن ج۹ص۹۶

کله چې دا مبارک آيت رانازل شو نو رسول الله  حضرت عمر ته دا مبارک آیت يې ورته تلاوت کړ : دې آیت له اوريدو وروسته حضرت عمر پوښتنه وکړه اي د خدای رسوله! دا يو برۍ ده؟ ده مبارک وفرمايل: هو په دې خبره حضرت عمر زړه ارام او په خپله مخه ولاړ/السیرة النبويه للندوي ص ۳۸۴ /المعروفيه
خو د مسلمانانو ټولې سولې ددې لپاره نه وي، چې د مسلمانانو اهداف تر پښو لاندې شي، بلکې د حديبې سولې ته الله رب العزت په قران کريم فتح مبين ویلی دی ‎«إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا (۱) الفتح

علامه قرطبي  ددې ايت تفسیر کې ليکلي: اخْتُلِفَ فِي هَذَا الْفَتْحِ مَا هُوَ؟ فَفِي الْبُخَارِيِّ حَدَّثَنِي مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ قَالَ حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ قَالَ سَمِعْتُ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ” إِنَّا فَتَحْنا لَكَ فَتْحاً مُبِيناً” قَالَ: الْحُدَيْبِيَةُ.

وَقَالَ جَابِرٌ: مَا كُنَّا نَعُدُّ فَتْحَ مَكَّةَ إِلَّا يَوْمَ الْحُدَيْبِيَةِ.
وَقَالَ الْفَرَّاءُ تَعُدُّونَ أَنْتُمُ الْفَتْحَ فَتْحَ مَكَّةَ وَقَدْ كَانَ فَتْحُ مَكَّةَ فَتْحًا وَنَحْنُ نَعُدُّ الْفَتْحَ بَيْعَةَ الرِّضْوَانِ يَوْمَ الْحُدَيْبِيَةِ كُنَّا نُعَدُّ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَرْبَعَ عَشْرَةَ مِائَةٍ وَالْحُدَيْبِيَةُ بِئْرٌ.
وَقَالَ الضَّحَّاكُ:” إِنَّا فَتَحْنا لَكَ فَتْحاً مُبِيناً” بِغَيْرِ قِتَالٍ. وَكَانَ الصُّلْحُ مِنَ الْفَتْحِ.

وَقَالَ مُجَاهِدٌ:هُوَ مَنْحَرُهُ بِالْحُدَيْبِيَةِ وَحَلْقِهِ رَأْسَهُ. وَقَالَ: كَانَ فَتْحُ الْحُدَيْبِيَةِ آيَةً عَظِيمَةً( )تفسیر القرطبي ج۱۶ص۲۶۰

ژباړه: په یاده فتحه کې اختلاف دی چې کومې فتحې ته اشاره ده؟

په بخاري کې روايت دی چې قتاده رحمه الله وايې: ما د انس رضی الله عنه څخه اوريدلي: چې ددې نه مراد دحديبیي سوله ده.

حضرت جابر وايې: چې موږ د مکې فتحه نه بلله مګر د حديبې په ورځ مو لا فتحه بللې وه.

فراء رحمه الله وايي: تاسو فتح مکې ته فتح وايې مګر د مکې فتحه هغه وخت لا فتحه وه، چې د حديبیې په ورځ مو (بيعة الرضوان) وکړ، موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره څوارلس سوه نفرو د حديبې له څاه سره موجود وو.

ضحاک  وايي: صلحه د فتحې نه عبارت وه.

مجاهد  وايي: فتح د حديبې په ورځ چې موږ نحر وکړ؛ هغه وه او رسول الله  چې حلق وکړ هغه وه او دی وايې: د حديبې فتحه د الله د قدرت له سترو نښانو څخه وه.

علامه ماوردي  وايي: په دې کې دوه قوله دي لومړی قول هغه دادی چې له دې څخه مراد دمکې فتحه بللې او دويم قول: د حديبېې سوله ده او همداراز شعبي وايي: ياد آيت په حديبیه کې رانازل شوی(/التفسير الماوردي ج۵ص۳۰۹/دارالکتب العلميه)

د اوسني علماوو څخه علامه زحيلي رحمه الله وايې: چې د جمهورو رايه هم دادی چې د دېنه مراد د حديبيې سوله ده.( التفسير المنيرللزحيلي: ج۲۶ص۱۴۸/دار الفکرمعاصر).

د حديبيې سوله کې د هر لورې د مسلمانانو لپاره بريا وه په ځانګړې توګه د مسلمانانو لپاره د دعوت په لار کې ډيره اساني راغله؛ نو هر يو صحابي به په اسانه توګه خپلو دوستانو او خپلوانو ته دعوت ورکولو اسلامي ښيګڼې او د مسلمانانو نيکمرغې يې ورته بيانولې نو پايله يې دا شوه چې مشرکان به ډلې ډلې اسلام ته راداخليدل.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: