افغانستان

کندهار کې په بهرنيو عسکرو د ماين چاودنه شوې

 د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه بهرني عسکر ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنيو ته ويلي چې د ډنډ ولسوالۍ په ميانجوی سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په موټر د سرک د غاړې ماين چاودنه وشوه چې دوه بهرني عسکر په کې ټپيان شوي دي.

که څه هم عزيزي د ټپي عسکرو هويت په ډاګه نه کړ خو په جنوب کې د بهرنيو ځواکونو له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټپيان شوي عسکر د رومانيې هيواد دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د چاودنې مسووليت منلی او ويلي يې دي چې د بهرنيو عسکرو په موټر چاودنې له امله په موټر کې سپاره ټولو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ د الفتح په نامه پسرلني عمليات اعلان کړل چې په لومړۍ ورځ يې په ټول هيواد کې په بهرنيو او داخلي عسکرو ۹۳ بريدونه کړي وو.

%d bloggers like this: