نظر او تحلیل

د مرګ نوی پیغام


عزیز چوپان

ریښتیا خبره خو دا ده چې سړی نور د دې خبرې په کولو هم بد ښکاري چې ووایي زموږ په هېواد کې دا څلور لسیزې جګړه روانه ده او په لکونو خو لا څه چې په میلیونونو افغانان په کې ووژل شول؛ خو د دې کلېشه یي او نورې سولېدلې خبرې له کولو نه هم چاره نشته. زه خو تر ټولو زیات د هغو په اصطلاح سیاسي شناندو پر څرګندونو هم افسوس کوم چې څوک په رسنیو کې ناست دي د حکومت جګړه توجیه کوي او څوک ناست دي د وسله والو مخالفینو جګړه توجیه کوي. حکومت وایي څه وکړو وسله وال مخالفین مو پر جګړه مجبوروي او وسله وال مخالفین وایي څه وکړو خو که موږ جګړه بس کړو حکومت مو په کرار نه پرېږدي. دا هغې خبرې ته ورته پلمې دي چې وایي:

«چرګه مې ناجوړه ده، بهانه مې ورته جوړه ده»

که چېرې څوک له خدایه ووېرېږي، مرګ، د قبر عذاب او د آخرت د هغې لویې ورځې حساب کتاب او بالاخره جنت او دوزخ مخې ته ودروي، زه فکر کوم چې دغه بدمرغه جګړه ډېر ژر ودرولای شي، دا فقط یو ټینګ عزم غواړي. دا کوم منطق دی چې له هغې امریکا سره چې د هغې د حضور پر خلاف مې جګړه پیل کړې خبرو ته کښېنم او که نتیجې ته سره ورسېدو ورسره سوله کوم؛ خو له افغان سره نه کښېنم ځکه هغه د امریکا ګوډاګی دی، د خبرې بل تعبیر دا دی چې سولې ته دې زړه نه دی، ښایي له کومه لوري به مجبور یې چې سوله نه کوې. دغسې دا بل لوری وایي چې هغه «تروریست» دی. زما په اند دغسې پېغورونه او پر یو بل تورونه دا د امریکا جنګ دی او د لویدیځ د ګټو جنګ دی، زموږ د ګاونډیانو جنګ دی او د سیمې د یو شمېر هېوادو د ګټو جنګ دی. په دې جنګ کې افغانان بر ناحق مري زموږ هدیرې پر شهیدانو ډکې شوې، د کونډو او یتیمانو مو نور شمېر نه دی معلوم، د خدای پار دی نور پر دې مظلوم ملت زړه وسوځوﺉ:

پتنګ نه دی په ډیوه چې ستي نه شي

بلبل نه دی چې پر ګل فریادي نه شي

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

قسم دی چې د جنګ  د دواړو لوریو زړونه له کاڼو هم کلک دي او یو هم دې جنګ ته شرعي او د منلو وړ توجیه نه لري. امریکا چې ټولې دنیا ته یې اور اچولی دواړه لوري ورته جینګ جان کوي؛ خو پخپلو کې سره نه شي کښېناستلای آخر دا کوم منطق او کوم انصاف دی!

په هر حال له یوې خوا د سولې په رابطه ګرمې ډمامې غږول کېږي؛ دلته ناسته او هلته ناسته؛ خو له بلې خوا د جنګ د دواړو کورنیو لوریو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلانونه کېږي، حکوممت د «خالد» په نامه عملیات اعلانوي او مخالفین د «الفتح» په نامه عملیات اعلانوي، د چا پر خلاف؟ د خپل مظلوم ولس پر خلاف. زه وایم چې ټول چل، دې خوار، غریب او بېوزله ولس ته جوړ دی بیا داسې وکړﺉ چې امریکا، ناټو، افغان حکومت او وسله وال مخالفین ټول سره یو لاس شئ او له یوې مخې د دې ملت قتل عام شروع کړﺉ، مه ووړ ګورﺉ مه زوړ، مه ښځه ګورﺉ، مه نر، ټول له یوې مخې ورېبئ،
بیا مو چې تر دې قتل عام وروسته په خپلو کې څه ډول روغه جوړه کوله، بیا یې کوﺉ‎.
عجیبه ده چې بیا هر یو ادعا کوي چې:

«د بزرګۍ نښې را کې دي فیض رسان یمه زه»

د هر لوري لاسونه تر مړوندونو پورې د ملت په وینو سره دي او بیا ورسره د بزرګۍ دعوې هم کېږي. دلته سړي ته هغه د حضرت حافظ خبره ور یاده شي چې:

شرم مان باد ز پشمینۀ آلودۀ ما

که بدین فضل و هنر نام کرامات بدریم

متاسفانه د مختلفو عواملو په وجه افغانان د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې ان چې له خپلو ګاونډیانو سره هم سیالي نه شي کولای؛ خو کوم څه چې موږ لرو او همېشه پرې ویاړو، هغه ننګ و غیرت دی، موږ همېشه پر خپل دین، خپل وطن او خپل ناموس ننګ کړی او قربانۍ مو ورکړي دي؛ خو تاسې وګورﺉ، نن مو له دین سره څه لوبې روانې دي، له وطن سره مو څه لوبې روانې دي او له ناموس سره مو څه لوبې روانې دي. هغه څوک چې د مسلمانۍ ادعا کوي او خپل هر جنایت هم د دین په خاطر توجیه کوي، لږ دې وګوري چې دا څه یې روان کړي، شپني عملیات کېږي او تور سرې را کشول کېږي او بېول کېږي چې درک یې هم نه دی معلوم چې چېرته بوتلل شوې او د هغوی پر عزت او عفت څه لوبې وشوې. دا د اسلام مدعیا خو دې وګوري چې د اسلام ستر پیغمبر (ص) کله مجاهدین جهاد ته استول څه لارښوونه یې ورته کوله، حضرت ابوبکر صدیق (رض) او نورو راشده خلفاو مجاهدینو ته څه لارښوونه کوله. تاسې وګورﺉ د حضرت عمر (رض) قاتل هغه ته مخامخ ګواښ کوي او نور صحابه ورته وایي چې دا خو یې تا ته د مرګ ګواښ وکړ اجازه وکړه چې ویې نیسو او مجازات یې کړو خو هغه ورته وایي چې نه؛ تر اوسه یې لا عمل نه دی کړی زه به د قیامت په ورځ خدای (ج) ته څه ځواب وایم، همدا راز حضرت علي (رض) ته راپور رسېږي چې ستا د قتل توطیه جوړه شوې او سړی یې هم معلوم دی؛ نو صحابه اجازه غواړي چې ویې نیسو او مجازات یې کړو؛ خو هغه (رض) ورته همغه ځواب وایي چې حضرت عمر (رض) ویلی و؛ خو نن په پټو سترګو د شپې په تپه تیاره کې عملیات روان دي، سړي او کوچنیان وژني او ښځې ژوندۍ بیايي چې تر ننه پورې چې دنیا اعتراضاتو پر سر واخیسته څوک ځواب نه وايي چې څه شوې؛ چېرته بوتلل شوې او له هغو سره کوم چلند وشو. متاسفانه دغسې واقعات تر ۲۰۰۱ د مخه هم وشول؛ خو یو ذات به یې خامخا پوښتنه کوي او هغه، هغه ذات چې د دې درستو کایناتو خالق دی.

یوې خوا ته د سولې ډنډورې او بلې خوا ته وحشتونه او د جنګونو اعلان. دغسې اعلان کله امریکا د شوروي او یا اوس روسیې پر وړاندې و نه کړ او نه دې لوري د امریکا او لویدیځ پر خلاف وکړ. سهي ده چې یو بل ته پښې دربوي؛ خو عملاً تر اوسه یوه هم بل تر ستوني را و نه نیو؛ خو زموږ د ناروا جنګونو قهرمانان ټول ملت ته پتون ټپوي. چې درغلم در پسې او وینې به دې وبهوم. دغسې ظلمونه په تاریخ کې ډېر شوي؛ خو نن د هغو قاتلانو نوم او نښان هم نه شته اوس به هر یو خپل ځواب ویلی وي او لا وبه یې وایي.

د پسرلنیو عملیاتو اعلان، بیا هم وایم چې بې له شکه زموږ خوار او مظلوم ولس ته د مرګ یو نوی پیغام دی، دا پیغام د خلق نا دموکراتیک ګوند مزدورو قاتلانو هم دې ولس ته ورکړ، زندانونه ډکېدل او تشېدل، بمبارۍ کېدې، ځمکني عملیات روان وو. روسانو هم دا پیغام ورکړ، او اوس امریکایانو ان د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه عملاً دا پیغام ورکړ او اوس هغه دی د جنګ اوسني کورني اتلان (!) دا پیغامونه تبادله کوي؛ خو دا پیغام ملت ته دی، وسله والو مخالفینو هم د ولس ډډو ته کوتکونه نیولي او حکومت هم نیولي او امریکا خو هغه ده د جنایاتو د څېړنې نړیوالې محکمې ته هم ګواښونه وکړل چې زموږ جنایات خو لا څه چې د اسراییلو او زموږ د نورو ملګرو جنایات به هم نه څېړﺉ او هغه محکمه یې له دې عزمه شا ګرځ ته اړه کړه چې په افغانستان کې ټول شوي بشر ضد جنایات و څېړي.

خدایه! هغه لاسونه نور مات کړه چې لا هم زموږ د وینو د زبېښلو ارده لري.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

Tags
%d bloggers like this: