افغانستان

مطمئن: جمهور رئيس غني له طالبانو سره کړې ژمنې عملي نه کړې

طالبانو ته نېږدې كس او د مسكو د غونډې ګډونوال نظر محمد مطمئن وايي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م ميلادي كال د جمهوري رياست ټاكنو تر دوهم پړاو وړاندې له طالبانو سره وكتل او ژمنې يې وركړې، خو عملي يې نه كړې.

ده له كليد سره په مركه كې وويل، غني هغه وخت له طالبانو سره ژمنه كړې وه، چې د بريا په صورت كې به له امريكا سره امنيتي تړون نه لاسليكوي او شپني عمليات به دروي.

هغه همدارنګه ژمنه كړې وه، چې طالب بنديانو ته به اسانتياوې رامنځته كړي او د دې ژمنو په بدل كې به طالبان تر خپل كنټرول لاندې سيمو كې د ټاكنو ترسره كېدو ته اجازه وركوي.

خو د مطمئن په خبره، غني د جمهوري رياست په ټاكنو كې تر بريا وروسته د خپلو ژمنو خلاف عمل وكړ، نو له همدې كبله طالبان پرې بې باوره دي او نه غواړي د نوموړي تر مشرۍ لاندې حكومت سره خبرې وكړي.

غوښتل مو د ارګ نظر هم له ځان سره ولرو، خو د جمهوري رياست مطبوعاتي مسوولين په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

بايد وويل شي، چې له پرله پسې وړانديزونو وروسته طالبان تراوسه د ملي يووالي له حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شوي نه دي.

%d bloggers like this: