افغانستان

د جنبش او وحدت ګوندونو هم لویه مشورتي جرګه تحریم کړه

له لویې مشورتي جرګي سره د ډاکټر عبدالله تر مخالفت وروسته د کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت ګوند او د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند هم یاده جرګه تحریم او په کې یې د نه ګډون پریکړه کړې ده.

د دواړو ګوندونو استازو ویلي چې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ملاتړي دي او په دغه جوړیدونکې جرګه کې برخه نه اخلي.

کریم خلیلي چې د سولې د عالي شورا مشر هم دی ، د یادې جرګې سره یې پریکون ارګ وارخطا کړی او په یوه پیغام کې یې د هغوی ګیله منلې ده.

بلخوا د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال دوستم  چې د ازبک ټبر په استازیتوب څرګندونې کوي او په دې وروستیو کې یې له ارګ سره جنجالونه زیات شوي، نه ګډون یې ارګ ته سرخوږی جوړ کړی دی .

په ورته وخت کې د ډاکټر غني ویاند هارون چخانسوري ویلي چې“ ‏د ثبات او همپالنې ټیم تر دې مهاله د جمهوررئیس محمداشرف غني سره د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه اندېښنې او شکایتونه نه وو شریک کړي، مګرپه پام کې ده چې ولسمشر غني به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوري او   مناسب تصامیم به ونیول شي.“

دا جنجالونه داسې مهال مخته راځي چې اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله نن په یوه اعلامیه کې په جوړیدونکې لویه مشورتي جرګه کې خپل ګډون رد کړ او دغه جرګه یې د هیواد په ګټه ونه بلله.

عبدالله وویل، ارګ ورسره تر اوسه په دې تړاو هیڅ کومه مشوره نه ده کړې.

طالبانو هم دا جرګه یوه دسیسه بللې او له خلکو یې په کې د نه ګډون غوښتنه کړې.

شنونکی وایي، اندیښنې دادي چې ښایي ډاکټر غني په مرموزه توګه له دغې جرګې څخه د راتلونکو ټاکنو لپاره ابزازي استفاده وکړی.

%d bloggers like this: