ټیکنالوژي

«سلام» مخابراتي شرکت د ۱ جي بي انترنيت بيه ۴۹ افغانۍ ټاکلې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژي وزارت وايي چې د خلکو شکايتونو ته په کتلو اوس د يو جي بي انترنيت بيه يوازې ۴۹ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

د مخابراتو وزارت وايي چې د انترنيت کاررونکو يو شمېر شکايتونه په پام کې نيولو سره يې د ۱ جي بي انترنيت بيه يوازې ۴۹ افغانۍ ته ټيټه کړې چې پخوا ۱۴۴ افغانۍ سره مساوي کيدله.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير شهزاد ګل اريوبي ويلي چې په دې لړ کې به د ۳ جي بي انترنيت بيه ۱۲۰ افغانۍ وي.

د نوموړي په وينا چې د مخابراتو وزارت په پام کې لري تر څو په افغانستان کې د انترنيت پيکجونو بيه ۴۰سلنه ټيټه کړي، اريوبي زياتوي چې چمتو دي مخابراتي شرکتونو سره رعايت وکړي.

اريوبي د ناثبت سيم کارتونو په اړه زياته کړه چې دوی له تېرې مياشتې راهيسې کمپاين پېل کړی، او په دې لړ کې يې تر دې دمه تر ۲۵ زرو غير راجستر سيم کارتونه بند کړي دي.

تېره ورځ د مخابراتو او ټکنالوژي وزير اريوبي د رسنيو پر مخ په افغانستان کې د فيسبوک بندولو خبرداری ورکړ، نوموړي زياته کړه چې که د فيسبوک اداره د افغانستان پاليسي او قوانين په پام کې ونه نيسي په غبرګون کې به يې پر فيسبوک بنديز ولګوي.

د يادونې ده چې له تېر کال راهيسې د مخابراتو وزارت خبر ورکوي چې په ۲۰۱۹م کال کې به د انترينت بيې لږ تر لږه ۳۰ سلنه ټيټې کړي، د کال له پېل سره سم ددې په اړه کاروونکو ډير شمېر شکايتونه هم کړي وو.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: «سلام» مخابراتي شرکت د ۱ جي بي انترنيت بيه ۴۹ افغانۍ ټاکلې

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */