نظر او تحلیل

څه کول په کار دي؟

ف, فایض

یو وخت مې په پېښور کې د هجرت شپې تېرولې، دا هغه وخت و چې په کابل کې د خلق دموكراتيك اسلام دښمنه ګوند  په واک کې و او د روسي بادارانو لښکر یې هم د ملاتړ د ملاتړ له پاره د افغانستان په لویو ښارونو کې اړولي و. یوه ورځ مې پلار مرحوم ناروغ شو، یوه ډاکتر ته مې بوت اتفاقاً چې داسې مسلمان سړی و چې حتی یو لمونځ یې بې جماعته نه کاوه. کله چې زموږ د معاینې وار را ورسېد؛ نو پوښتنه یې وکړه چې مهاجر یاست، موږ وویل چې. هو هغه د کلینیک خادم ته وویل چې دروازه پورې کړه چې زه له دوی سره څه خبرې لرم. بیا یې وویل چې ستاسې په ملک کې خو دا کمونستي او نورې بلا ګانې اوس پیدا شوي؛ خو زموږ په ملک کې له پخوا نه دا خبرې موجودې وي، یو وخت زه په پېښور پوهنتون کې محصل وم؛ نو د اسلام د مخالفو ایډیالوژیو له پیروانو سره به مو همېشه بحثونه را تلل او مناظرې به مو سره کولې چې په دې کې به مو همېشه له نظریاتي پلوه هغوی ته ماتې ورکوله؛ خو په یو څه کې به موږ مات شو او هغه دا چې دوی به و ویل تاسې چې کوم نظام (اسلامي نظام) معرفي کوﺉ، دا خو بې له شکه چې په نړۍ کې تر ټولو بهترین نظام دی؛ خو زموږ پوښتنه دا ده چې په اوسنۍ نړۍ کې د یوه دغسې نظام عملي نمونه را وښایاست، چې موږ به هر څومره د دنیا څلور کونجونو ته نظر وا چاوه، داسې هېواد به مو نه لیده چې هلته اسلام د یوه هر اړخیز نظام په حیث حاکم وي؛ نو بیا به مو ویل چې د اوس له پاره خو یو دغسې هېواد نه ګورو؛ خو ګوره زموږ هڅه همدا ده چې اسلام په ټوله نړۍ کې حاکم شي. بیا مې یو وخت د امام ابو الاعلی مودودی (رح) په اثارو کې یو عجیب مطلب ولوست او هغ دا چې هغه د اسلامي حکومت او د مسلمانانو د حکومت تر منځ توپیر بیان کړی و، یعنې کیدای شي په یوه اسلامي هېواد کې يې واکمنان مسلمانان وي؛ خو اسلام په کې حاکم نه وي چې دې ته موږ د مسلمانانو حکومت وایو؛ ځکه هلته مسلمان حاکم دی نه اسلام؛ خو اسلامي حکومت بیا هغه حکومت ته وایو چې هلته اسلام حکومت کوي.

متأسفانه دغه تفاوت نن په ټوله دنیا کې ګورو، هر څوک د اسلامي نظام ادعا کوي؛ خو هلته که اسلام حاکم وي، د نظام په یو څو سلنه کې به د اسلام څرک ګورو، نور به ګورو چې خلک په نورو لارو روان دي.

کله چې په افغانستان کې کمونستي کودتا وشوه او د کمونیزم د حاکمولو هڅې روانې شوې؛ نو د افغانستان مسلمان ملت یې په مقابل کې قیام وکړ او په دې لار کې یې ملیوني شهیدان ورکړل، د دې قیام تر شا یو مقدس ارمان پروت و او هغه دا چې تر بریا وروسته به په هېواد کې هغه اسلامي نظام جوړېږي چې موږ په کتابونو کې لوستى یا مو پر اسلام د پوهو علماو له خولې اوریدلی دی. متاسفانه زموږ د سپېڅلي جهاد په اوږدو کې جهادي تنظیمونو فقط همدا یو کار وکړای شو چې خلکو ته وسله
وال جهاد لپاره توپک پر ولي کړي او په وروستیو کې خو په اصطلاح د نظامي ټرېننګ یو څه زمینه هم مساعده کړاى شوه؛ خو له نظریاتي پلوه یې ځوانان لکه څرنګه چې لازم و، و نه شو روزلای، سره له دې چې مکتبونه یې جوړ کړل، مدرسې یې جوړې کړې او ان چې پوهنتونونه یې جوړ کړل. په دې کې یو خو د هجرت د چاپېریال محدودیتونو هم نقش درلود او بل د لازمو اسانتیاو نشتوالی هم و او لا هم جط موږ د جهاد په لیکو کې یو داسې تيوريسن نه درلود چې ولس د اسلامي نظام پر ځانګړتیا و پوه کړای شي او له شعار نه یې د عمل پر پوله ودروي. همدا سوب و چې ان د منفي ناسیونالیزم اثراتو د جهاد لیکو ته لار پیدا کړه او ان چې هغه کسان هم پر دې ناروغۍ اخته شول چې ځانونو ته به یې «كتاب
خوان» وایه. که څه هم هغه مهال دجهاد مورچلونه تاوده وو او عام ولس دې خطر ته ډېر نه متوجه کیده؛ ځکه دې ته یې وخت نه درلود، خو د دې تفکر خاوندانو د اسلامي نهضت په لیکو کې ځانته ځالې جوړولې، کله چې د نجیب په مشرۍ کمونستي حکمومت له سقوط سره مخ شو؛ نو بیا د دغه منفي تفکر خاوندانو سرونه را پورته کړل او په هېواد کې یې د یوه داسې اړي ګړي تاداو کېښود چې تر اوسه هم په روان ناورین کې د دغه تفکر خاوندان نقش لري، د جنګ اور هم همدوی بل کړ او
دا اوس غواړي سوله هم یرغمل کړي، ولس نور له جنګه تر پوزې راغلی او سوله غواړي؛ خو دوی وايي چې نه؛ موږ هغسې سوله نه غواړو چې زموږ ګټې او په سیاسي نظام کې زموږ هغسې حضور چې موږ یې غواړو تضمین شي. کله د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې عنوان کړي، کله د سولې په بهیر کې د ښځو نه فعال حضور بهانه کړي او کله نورې بهانې، دا ټولې خبرې په
حقيقت كې
د اوبو د خړولو
لپاره دي او د دې
اوبو خړولو
بله هېڅ
معنا نه شي كېداى،
پرته له دې
نه چې
بايد جنګ
دوام ولري، د ولس وينې
دې بهېږي؛ خو
چې دوى په واك كې
وي، د د وى له حرامو لارو راټولې
كړې شتمنۍ
له خطر سره مخ نه شي او داسې
نظام منځته
رانه شي چې
سبا ته له دې
هر يوه نه وپوښتلاى
شي چې «
له كومه دې
كړې؟»

وروسته بيا ډېر همدغه د ناسيونالېزم په رنځ اخته كسان پر يوه بله ناروغۍ هم اخته
شول او هغه د سيكولاريزم ناروغي ده. هر دغسې سړي كوښښ وكړ چې ځان لوېديځ ته نژدې كړي اوس داسې كسان په
واك كې پاتې كېداى شي چې د لوېديځ په كاسه كې خړپېږي.

تاسې يې يو مثال وګورئ! له كومې ورځې چې د بشر د حقوقو كمېسيون جوړ شوى همغه يوه محترمه يې په رأس كې
ده، يو ځل
يې چې
د بدلولو غږ
پورته شو؛
نو دنيا وښورېده
چې د وخت حكومت هم له شاګرځه
پرته بله لار نه درلوده چې
بيا تر ننه پورې
كابينې
بدلې رابدلې
شوې، ډېر
وزيران په پټه
خوله راغلل او په پټه
خوله ولاړل؛ خو
د بشر د حقوقو د كمېسيون
شيخ الرئيسه چا بدله نه كړاى
شوه؛ ځكه
د هغې
مزى مرغلين و.

دا
اوس چې
په افغانستان كې
د سولې
خبرې روانې
دي، له بلې
خوا د دې
خبرو د سبوتاژ هڅه
هم روانه ده، دا سوله وسله وال مخالفين هم د پسرلنيو عملياتو په اعلانولو سره تخريبوي،
ارګ يې
هم تخريبوي، خو هغه كسان يې ډېر
د تخريب په هڅه
كې دي چې
له ۲۰۰۱
نه راپدې
خوا يې
پر حكومت او واك منګولې ښخې
كړې، ګورو
چې ان حكومت د يوه ولايت امنيه قوماندان
هم پخپله خوښه
نه شي تبديلولاى، د بلخ ولايت لپاره نوى امنيه قوماندان وټاكل
شو؛
خو يوه معزول والي هغه چلنج كړ
چې بيا يې
دوه وزيران عذر ته ور واستول او اوس هغه دى تر يوې
مياشتې
وروسته يې نوى امنيه قوماندان بېرته
عزل او پر ځاى
يې بل ور واستاوه؛ نو
موږ
ګورو چې
له هغومره قربانيو وروسته موږ
د يوه اسلامي نظام جوړولو
ته خو خير چې
هغه د محض نظام جوړولو
ته هم ونه رسېدو
او دا هغه عوامل وو چې
ان لا د روسانو پر وړاندې
زموږ د ولس د مقدس جهاد له وخته ورو
ورو رامنځته
كېدل.
تاسې باور وكړئ،
زه خو همدا اوس نپوهېږم
چې موږ
كوم خوا ته روان يو او څه
غواړو، اوس خو خبره له هغه منفي ناسيوناليزم
او سيكولرزم نه هم پر بله خوا روانه ښكاري
او هغه دا چې
هر څوك غواړي
چې د واك او شتمنيو سرچينې
د هغوى په كورنيو كې متمركزې وي،
كه پلار مړ
شو زوى، كه زوى نه و د لمسي  او همداسې
يې نور پسې
درواخله. د ۱۳۴۳
كال په اساسي قانون كې
اقتدار د ظاهر شا د كورنۍ
په لمنې
پسې غوټه
شوى و چې
دا هر افغان ته د نه منلو خبره وه؛ خو
اوس ګورو
چې ان په سياسي ډلو
ټپلو او سياسي ګوندونو
كې همدا خبره عملي شوې
او لا د عملي كېدو
پر خوا روانه ده، ځكه
د يوه ګوند
سرمايه د همدغسې
يوې كورنۍ
په منګولو
كې ده؛ نو
هغه نور وړ
كسان چې
منګولې
يې تشې
دي له بدې
ورځې هم د دې
خبرې منلو ته سر ټيټوي
چې خير دى د جناب زوى دى پر موږ
راج چلوي؛ ځكه
پر شتمنۍ
يې خېټه
اچولې.
اوس خو چې ځينې
دا فكر كوي كه امريكا له افغانستانه ولاړه
بيا به دا د وړيا
ډالرو بارانونه نه وي، نو هغوى تر
پخوا زيات حريصان شوي؛

خو
زه فكر كوم چې
زموږ
ټولنه يوه انقلاب ته اړتيا
لري؛
خو د ټوپك
او وينو بهولو انقلاب ته نه؛ بلكې
يوه سياسي او فرهنګي
انقلاب ته چې
دا اوسنۍ
وضع بدله كړي
او دا وضع له يوه ريښتيني
اسلامي حكومته ور اخوا بل هېڅ
حالت هم نه شي بدلولاى

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

%d bloggers like this: