لوبې

ای‌پي‌اېل: کمزورې توپ وهنه د حیدراباد د ماتې لامل شوه

د انډین پرېمیر لیگ ۳۰مې لوبې کې ډیلي کپېټلز د سن رایزرز حیدراباد په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغه لوبه يي د ۳۹ منډو په توپیر وگټله.

د لوبې پچه د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې وگټله او دتوپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

ډیلي کپېټلز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د منرو او اییر ښه ځلېدو پر مټ ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

ډیلي کپېټلز لوبډلې لپاره اییر په ۴۰ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۵ او منرو په ۲۴ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سن رایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره خلیل احمد ۳، بونېشور کومار ۲ او ابیشیک شرما او راشد خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم سن رایزرز حیدراباد لپاره ډېوېډ وارنر او بېیرسټو غوره لوبه پیل کړه خو د هغوی تر سوځېدو وروسته چټکې وېکېټې يي له لاسه ورکړې او ورستیو اورونو کې يي په یوازې ۱۵ منډو اته لوبغاړي وسوځېدل. کېن وېلیمسن چې نننۍ لوبې کې د محمد نبي پر ځای لوبول شوی و په ۸ توپونو يي یوازې ۳ منډې جوړې کړې.

سن رایزرز حیدراباد لوبډلې ۱۸٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۶ منډې جوړې کړې او د ۳۹ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

سن رایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره وارنر په ۴۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۱ او بېیرسټو په ۳۱ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې.

ډلي کپېټلز لوبډلې لپاره رباډا ۴ او کرېس مورېس او پاول درې درې وېکېټې واخیستې.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: