لوبې

ای‌پي‌اېل: کلکته له چېنای څخه ماتې وخوړه

د انډین پرېمیر لیگ سیالیو په لړ کې کلکته نایټ رایډرز د چېنای سوپر کېنگز په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغې لوبې کې يي په پنځو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د چېنای لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کرېس لېن پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

کلکته نایټ رایډرز لپاره کرېس لېن په ۵۱ توپونو د اوو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۸۲ منډو جوړولو سره تر ټولو پیاوړې او غوره توپ وهونکی ثابت شو.

چېنای سوپر کېنگز لپاره عمران طاهر ۴، ټاکور ۲ او سانټنر یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې چېنای سوپر کېنگز ۱۹٫۴ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سرېش راینا نیمه سلیزې په مرسته ۱۶۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

چېنای سوپر کېنگز لوبډلې لپاره سرېش راینا په ۴۲ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ او جدېجا په ۱۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.

کلکته نایټ رایډرز لپاره چاولا او سنیل ناراین دوه دوه او گورني یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: