افغانستان

خوست: په واده کې د ډزو له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وایی چې تیره شپه د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د واده په سندریز محفل کې یوه ځوان د خوښۍ ډزې کړې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدري رسنیو ته ویلي، په دغه پیښه کې درې کسان ځای پرځای وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو یې حالت د اندیښنې وړ دی .

خو سیمیز خلک بیا دا شمیر لوړښیي او زیاتوي،  د پیښې پر مهال ۵ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.

د خلکو په وینا،  یاد ځوان په دغه سندریز محفل کې د نیشې په حالت کې  برید کړی او مخامخ یې پر خلکو ډزې کړې دي.

یو شمیر سرچینو ویلي چې دغه ځوان د خوست د کمپاین د ځواکونو یا ضربتیانو د ډلې غړی ؤ.

%d bloggers like this: