ټیکنالوژي

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې په لومړي وار الوتنه وکړه – ويډيو او انځورونه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د نړۍ لومړۍ تر ټولو ستره الوتکه چې د فوټبال لوبغالي د پراخوالي په اندازه ځای نيسي په لومړي وار الوتنه وکړه.

دغه الوتکه چې وېنګسپن (wingspan) نوميږي د مايکروسافټ شرکت پخواني ونډه وال پال الېن لخوا جوړه شوې ده.

د سټراټولانچ (Stratolaunch) شرکت لخوا چمتو شوې الوتکه کولای شي له لس کيلو ميتره مزل وروسته سپوږمکۍ فضا ته خوشې کړي.

ددغې الوتکې پراخوالی ۱۱۷ متره دی چې د يوه فوټبال لوبغالي په اندازه ځای نيسي، ويل کيږي که دغه پروژه بريالۍ شي د توغندي په واسطه سپوږمکۍ ته د توکو استول به ددغې الوتکې له لارې نور هم اسانه شي.

دغې سترې الوتکې چې شپږ ماشينونه لري په لومړي وار څلور نيم کيلو ميتره مزل کړی، چې د سرعت کچه يې په يوه ساعت کې ۲۷۴ کيلو ميتره او د یل راهور له مخې ۳۰۴ کيلو ميتره ښودل شوې ده.

ددغې الوتکې جوړولو هدف فضا ته د سپوږمکۍ استول دي، همدا ډول د برتانيا يو ملياردر هم د ورته کار لپاره يوه ستره الوتکه جوړه کړې ده.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې په لومړي وار الوتنه وکړه – ويډيو او انځورونه

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */