افغانستان

حکمتيار: راسره شوی تړون ۹۵ سلنه نه دی عملي شوی

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار یوځل بیا له حکومته شکایت کړی چې د ورسره شوي تړون پنځه نوي سلنه غوښتني یې نه دي منل شوې.

نوموړی وايي، له حکومت سره د سولې دا معاهده لیک یې په خپل لاس ليکلې او د ټولو شرايطو د منلو ژمنه راسره شوي وه، خو تراوسه یوازي ۵ سلنه عملي شوي.

حکمتیار وايي، جنګ يې د افغانستان په ګټه نه و، له سنګره يې په کابل کې پاتې کېدل بهتره و ځکه يې له جګړې لاس واخيست او کابل ته راغلی، خو په وینا یې، ډېر تأسف کوم چې د معاهدې د هر بند ګام په ګام مخالفت شوی دی.

حکمتیار زیاتوي، په معاهده کې راغلي و چې د دوو میاشتو په موده کې به يې ټول بنديان خوشې شي، مګر په وینا یې، دوه کاله تيريږي چې په ګڼ شمير بنديان يې لا هم په زندانونو کې پراته دي.

حکمتیار وایی، ژمنه راسره شوې وه چې ټول وسله وال او ملکي پرسونل به یې په امنيتي لیکو او دولت کې مدغم شي خو تر اوسه يو فرد هم پکې نه دی مدغم شوی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سوله کې يې څومره ګټه کړې وویل: (دا چې زه نن په کابل کې یم دا کافي ده) او کابل کې به خپل حضور قانع او راضي یم.

ګلبدين حکمتيار د ۲۰۱۶م کال په ستمبر مياشت کې د ګډ حکومت سره د سولې هوکړه لاسليک کړه چې په وينا يې لا يې هم پنځه نوي سلنه مادې نه دي عملي شوي او ګڼ شمير بنديان يې په زندانونو کې دي.

%d bloggers like this: