افغانستان

حنیف اتمر هم له مشورتي جرګې سره پریکون اعلان کړ

حنیف اتمر

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره مخکښ نوماند او د ولسمشر اشرف غني حریف محمد حنیف اتمر هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې د راتلونکې لویې مشورتي جرګې سره پریکون اعلان کړ.

ښاغلي اتمر ویلي دي چې ولسمشر اشرف غني زمونږ نظر ته غوږ نه نیسي او یوازې خپلو ګټو ته پام کوي، ترڅو چې لویه مشورتي جرګه د راتلونکو ټاکنو لپاره د کمپاین په توګه وکاروي، نو په همدې اساس مونږ مشورتي جرګه د افغانستان د کړکیچ په ګټه نه ګڼو او نه هم ګډون پکې کوو.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني باندې سیاسي ګوندونه او اپوزیسیون غړي تور لګوي چې د مشورتي جرګې څخه سؤ استفاده کوي او یوازې د کمپاین په سترګه ورته ګوري.

باید وویل شي چې پرون ورځ اجرائیه رئیس عبدالله هم د مشورتي جرګې سره پریکون اعلان کړ، نو داسې ښکاري چې مشورتي جرګه به دایره نه شي او که دایره هم شي نو یوازې د ولسمشر اشرف غني ټیم به پکې موجود وي.

%d bloggers like this: