روغتیا

ذهني فشار د زړه ناروغۍ ګواښ ۶۴سلنه زیاتوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): نوې څیړنې ښيي؛ که یو انسان د ژوند داسې ملګری له لاسه ورکړي چې له اندازې زیات پرې خپګان کوي او له ذهني فشار سره مخ وي- د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.

د شوې څیړنې پایلې ښيي؛ هغه کسان چې د ذهني فشار له ستونزو سره مخ وي، لکه د یوې صدمې، دردوونکې یا طبیعي پېښې نه وروسته ژور خپګان، دا انسان کې د زړه ناروغۍ ګواښ ۶۴سلنه لوړوي، ځکه چې په داسې صدمې سره په لومړي کلونو کې د انسان زړه ناڅاپي کار پریږدي.

پوهانو هغه ناروغان چې د ذهني فشار له ستونزو سره مخ وو ازموینه ترسره کړه، دا هغه ناروغان وو چې په ژوند کې د یو چا د له منځه تلو له کبله له صدمې سره مخ شوي وو، د بیلګې په ډول د کور یو داسې کس له لاسه ورکول چې ډيره مینه ورسره لري، همدا ډول د وژونکو ناروغیو تشخیص، طبیعي پېښې، تاو تریخوالی او داسې نور هم انسان د فشار ښکار کوي.

پخوانیو څیړنو کومو چې د ذهني فشار او زړه ناروغۍ ترمنځ پر اړیکو تمرکز کړی، د زړه په ناروغۍ یې زیات هغه کسان موندلي چې له یوې صدمې وروسته له فشار سره مخ شوي.

د ایسلینډ پوهنتون او سویډن کې د کارولینسکا انستیتیوت په عامه خلکو د هغه پېښو چې فشار لرونکي وي اغیزې معلومې کړي.

په دې لړ کې یې پر ۱۳۶زره کسانو څیړنې وکړې کومو چې له ۱۹۸۷م څخه تر ۲۰۱۳م پورې د فشار لرونکې ستونزو په اړه تشخیص کړی، ددوی معلومات د خپلو وروڼو د معلوماتو سره پرتله شول، چې زیات یې د زړه په ناروغۍ اخته وموندل شول.

ددغو څیړنو پایلو څرګنده کړې هغه کسان چې په ژوند کې د دردوونکو پېښو له کبله د ذهني فشار ښکار دي زیات احتمال وي چې د زړه په ناروغۍ اخته شي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ذهني فشار د زړه ناروغۍ ګواښ ۶۴سلنه زیاتوي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */