روغتیا

د لونگو حیرانوونکي روغتیايي گټې

 

لونگ له کلونو څخه د یوناني طب د درملو په توگه او خوړو کې د خوند او بوی ښه کولو لپاره کارول کېږي، خو په دې وروستیو کې طبي څېړنو د دغه بوټي حیرانوونکي روغتیايي گټې ثابتې کړي.

وروستۍ څېړنې ښيي چې د لونگ کارول د انسان د زړه او ځیگر د روغتیا ساتلو سربېره انسان له یو شمېر وژونکو ناروغیو هم ژغورلی شي.

دلته مو د لونگ تر ټولو غوره روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

 

۱- د هډوکو روغتیا

لونگ کې د فینولیک مختلف مرکبات لکه فلاونونو، ایسوفلاونونه او فلاونایډز شته، کوم چې د هډوکو د روغتیا لپاره ډېر زیات گټور دي.

دغه مرکبات د هډوکو حجم نورمال ساتي او د هډوکو له منځه تللو یا نورو ستونزو څخه مخنیوی کوي. څېړنو همداراز ثابته کړې چې لونگ د مفصلونو د روماتیزم په مخنیوي کې هم د پام وړ مرسته کوي.

۲- د سرطان مخنیوی

اکثره مساله‌جات او طبیعي بوټي په زیاته اندازه انټي اکسېډنټونه لري. انټي اکسېډنټ هغه کیمیاوي مواد دي چې د حجراتو د هغه زیانمن کېدو څخه چې پایله کې د سرطان لامل گرځي، مخنیوی کوي او لونگ بیا د دغو موادو یو له تر ټولو غوره سرچینو گڼل کېږي.

څېړونکو د مختلفو روغتیايي څېړنو پایله کې ادعا کړې چې د لونگ شېره په انسان کې د سرطان د مختلفو ډولونو د حجراتو د پرمختگ مخنیوی کوي.

۳- د شکرې ناروغۍ مدیریت

لونگ یو شمېر ناروغیو لپاره د دودیزو درملو په توگه کارول کېږي، چې یو له دغو ناروغیو څخه د شکرې ناروغي ده.

هغو ناروغانو کې چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي، بدن یا هېڅ انسولین نه تولیدوي یا په دومره اندازه تولیدوي چې د بدن نورمالو فعالیتونو لپاره کافي نه وي.

څېړنو ښودلې چې د لونگ شیره له مختلفو لارو د انسولین تولید زیاتوي او د وینې شکرې په کنترولولو کې مرسته کوي.

۴- د ځیگر روغتیا

څېړونکي وايي چې لونگ کې شته گټور مرکبات د ځیگر روغتیا غوره تأمینولی شي. لونگ کې د یوجینول نومې مرکب هم شته چې د ځیگر د روغتیا لپاره گټور گڼل کېږي.

یوې څېړنې کې چې پر موږکانو ترسره شوې هغو موږکانو ته چې ځیگر يي وازده درلوده داسې مرکب چې یا يي یوجینول یا د لونگ تېل درلودل، ورکړل شوی و. دواړو مرکباتو د ځیگر فعالیت ګړندی کړ او د اکسیداتیو فشار او پړسوب يي لږ کړ.

له دې سربېره د ځیگر لپاره د لونگ پر گټو نورې ډېر څېړنې هم ترسره شوي، چې ټولو څېړنو ثابته کړې چې د لونگ کارول د ځیگر د مختلفو عادي او پېچلو ناروغیو مخنیوی کوي او د شته ناروغیو درملنه کې مرسته کوي.

۵- د خولې روغتیا

لونگ د نورو بې شمېره روغتیايي گټو سربېره د خولې او وریو د ناروغیو مخنیوی کوي. لونگ د درد ضد ځانگړنه هم لري چې له همدې امله د غاښونو درد له منځه وړلو لپاره هم کارول کېږي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this:
/* ]]> */