نظر او تحلیل

د سولې تر نامه لاندې د سولې د هڅو سبوتاژ

م. عمر

د روانې میاشتې په ۲۰ مه نیټه د قطر هیواد په دوحه کې د مسکو غونډې په تعقیب دوهمه بین الافغاني غونډه یا په بله اصطلاح کنفرانس جوړیږي

دا غونډې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې طالبان له امریکا سره په خبرو اترو بوخت دي او په هغو مسائلو ورسره غږیږي چې د هغوی تړاو یوازې له امریکایانو سره دی

طالبان د کابل رژیم له چارواکو سره په هېڅ صورت خبرو ته تیار نه دي؛ ځکه هغوی د کابل اداره د یو طرف په توګه نه پیژني بلکې د امریکا لاسپوڅې او غلامه یې بولي

امریکایي استازو له طالبانو بار بار غوښتي، چې د کابل له ادارې سره خبرو ته کیني، خو طالبان یې هر ځل ردوي او د کابل ادارې له چارواکو سره د حکومت تر عنوان لاندې کیناستل د اشغال د منلو په مانا بولي، چې دا به بیا د دوی په ۱۸ کلنه مبارزه قوي سوالونه راولاړ کړي.

د کابل ادارې لخوا نن یو لیست خپور شو، چې د دوی په وینا دا به د قطر په راتلونکي بین الافغاني کنفرانس کې ګډون کوي، حال دا چې فقط یو څو ورځې مخکې طالبانو په ښکاره ټکو یو ځل بیا خپله خبره تکرار کړه او ویې ویل، چې د کابل ادارې په استازېتوب په غونډه کې هېڅوک هم ګډون نشي کولای.

د کابل ادارې ښايي دا کار د ډیرو اهدافو لپاره کړی وي خو زما په باور دوی په داسې کړنو سره دا ښیي چې ګواکي موږ هم د سولې په بهیر کې دخیل یو او د طالبانو سره د خبرو لپاره خپل استازي ټاکو، خو دا به له دوی سره ځکه خلک ونه مني، چې د سولې خبرې د طالبانو او امریکا تر منځ دي او امریکا هم اوس نه غواړي چې د کابل اداره دې د سولې په روان بهیر کې ورګډه شي؛ ځکه خو هم حمدالله محب د غصې په حال کې د کابل ادارې او امریکا کړکیچن حالات راښکاره او پرده یې ترې پورته کړه.

په خپاره شوي لیست کې د ډیرو هغو کسانو نومونه هم شته، چې د مسکو په غونډه کې یې ګډون درلود، د تیرې غونډې ګډونوالو ټولو په غونډه کې یا د ګوند د مشر او یا هم د یو شخصیت په شکل ګډون کړی وو، خو دا چې د کابل اداره دا کسان له خپل لوري په معرفي شویو کسانو کې ورکوي، مطلب یې دادی چې د سولې روانې هڅې سپوتاژ کړي؛ ځکه طالبان خو د حکومت په شکل د کابل له ادارې سره په هېڅ صورت نه کیني؛ نو ښکاره خبره ده، چې طالبان به د دې کسانو د ګډون مخه نیسي، چې په دې سره به د دوحې راتلونکې غونډه ناکامه ثابته شي او دوی به خپل هدف ته بریالي رسیدلي وي.

خو د کابل اداره دې په دې پوه شي، چې افغانانو ته تر هر څه سوله مهمه او لومړیتوب ده او د سولې د دښمنانو په ضد هر رنګه مبارزې ته تیار دي او په هر صورت به افغانان په خپل منځ کې سره کیني او هغه کسان چې د مسکو په غونډه کې یې ګډون کړی وو او یا هم نور کسان، ټول به د دوحې په غونډه کې د خپل شخصي نظر سره یوځای ګډون وکړي او د کابل ادارې د ارګ او چوکۍ ارمان به ډیر ژر نیمخوا کړي. ان شاءالله

The post د سولې تر نامه لاندې د سولې د هڅو سبوتاژ appeared first on کابل ټکی کام.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: د سولې تر نامه لاندې د سولې د هڅو سبوتاژ.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: