نظر او تحلیل

خلیلزاد؛او له پاکستان نه د افغان لابي کامیاب قاچاق

یوه طبیعي نیمګړتیا چې
د افغانستان جګړه یې اتلس کلنه کړه یوه پکې دا وه چې افغان لابي په دې تېره ټوله موده
کې د پاکستاني سیاست والو او استخباراتي کړیو په واک کې وه او دا د هغه تسلسل برخه
وه چې امریکایانو په سیمه کې د شوروي ضد جنګ په مهال هر څه او په اوله درجه کې د پاکستاني
سیاسي استخباراتو او سیاسي مشرانو د نظر او مشورې د ننه قدم په قدم تعقیبول.

وروسته چې د پلان مطابق
اول د مجاهدینو د بدنامولو او بیا د ملا او مذهب د بدنامولو په سلسله کې د افغانستان
اوضاع په هاغه نقطه ودریدله چې د ډیسمبر یوولسمه پکې د امریکا د مداخلو پلمه شوه د
هماغې ورځې وروسته د پاکستان نظامي واکمن مشرف د امریکا د مداخلو د تریخ ګذار د ابعادو
په درک خپل سیاست د پاکستان د بچولو په خاطر د پهلې پاکستان تر عنوان لاندې په هاغه
دوه مخې پالیسۍ ودراوه چې په سیمه کې هم د امریکا اوله درجه ملګری و او هم یې ځپل شوي
طالب ته هومره چانس پیدا کړ چې امریکا مخکې له دې چې په دویمه درجه کې پر پاکستان راوګرځي
هغه په افغانستان کې او د فتوا په مقاومت کې له اخ و ډب نه وغورځوي لکه نن چې غورځیدلې
ده.

رښتیا خبره یو څوک چې په
دې اړه یې تر نورو دا نیمګړتیا ښه درک کړې وه هغه محمود کرزی و او دویم څوک چې د همدې
تدبیر د پای په تحول تر نورو زیات اګاه و هغه افراسیاب خټک و، دغه دواړو سیاسي مشرانو
یوه اتلس کاله مخکې او بل څلور کاله مخکې دا درک کړې وه چې امریکا د ټول ځواکمن چتر
باوجود د پاکستان په ریموټ روانه ده.

اوس چې د څو میاشتو راهیسې
امریکا په یو خطرناک موړ کې طالب سره د سولې مسیر او په همغه واړه قطر کې او د طالب
د ناندریو نه ډکه دیپلوماسي کې انتخاب کړ په دې کې دوه شیانو ډیر عمده رول درلود:

اول په مسکو کې د مسکو
اوله غونډه چې مسکو پکې طالب تر خوا په یو سیاسي چلینج کې د امریکا سره په سیالۍ او
د سیاسي ایندې په خاطر ښکاره کړ او واشنګټن دغه په نیمه رقبه مسلط طالب د ځان او کابل
لپاره یو رښتینی او حل غوښتونکی مشکل ومانه.

دویم زما په اند او هغه
دا چې خلیلزاد وکولای شول چې د اتلس کالو وروسته په امریکا کې افغان لابي د پاکستان
نه غلا یا قاچاق کړي.

هر څه چې شوي ولې د خلیلزاد
منډې او اظهارات او د طالب سره په زغم څو دوره ایزې غونډې او بیا د طالب په نیمه بشپړ
رضایت کې دا ټول ښیي چې خلیلزاد واشنګټن ته د افغانستان د اوضاع او راتلونکې په هکله
چې کوم تصویر او تفسیر لري هغه په سپینه ماڼۍ او پنټاګون دواړو کې د اوریدو لپاره قوي
غوږونه پیدا کړي دي.

د خلیلزاد دغه مکویي منډې
او مؤفق ګامونه نه د پاکستان د خوښې او نه د افغانستان د خوښې سره برابرې دي منتها
پاکستان پکې له ناچاره کمې چغې وهي او افغانستان پکې له وخت مخکې د نیمې دنیا سره لاس
او ګریوان شوه آن له واشنګټن سره هم.

خدای خبر چې په راتلونکي
پړاوونو کې به دغه دیپلوماسي او دغه مذاکرات پخپل مسیر کې څومره کامیابې وي ولې د ارګ
مشرانو ته پکار ده چې دغه ۵۰ فیصد
امریکایي افغان ته چانس ورکړي چې پیل کړې نیمه کامیابه سوله پوره کامیابۍ ته ورسوي.

دغه ارګ ته د بل او بدیل
حکومت راتلل پخپله یوه اوږده سلسله په مخکې لري او که دا ځل د تیرو چمچه مستو حکومتونو
په تعقیب د افغانانو لپاره سولیئز حکومت راولي نو دوه تاریخي ښیګڼې خو پکې نغدې دي.

اول:

د نیک نامې جوغه یې له
قطره د ارګ د ننیو مشرانو په سر ایښودل کیږي او دا په تاریخي لحاظ تر هغو لاسته راوړنو
نه چې د کابل په جنګ کې د چاغو اسانو خاوندان یې خبرې کوي ډیره پورته ده او دا باید
د هرې سرې کرښې پر سر کابل ته لاره پیدا کړي.

دویم:

په افغانستان کې د طالب
په راتګ د طالب د جنګ په حذف کابل له هغې هویولا نه او له هغه روابطو نه چې مونږ یې
له پاکستان سره د طالب په تړاو تصویر ورکوو کابل به د جنګي طالب او د پاکستان د مداخلو
نه په یوه هنرمندۍ وژغورل شي.

وروستۍ خبره مې دا ده چې
په جنګ کې له افغانانو نه چا څه ونه تښتول په سوله کې چې مونږ متحد وو د سیمټي تختو
له کابل نه به یې په اسانۍ څوک ونشي تښتولی.

د ارګ خاوندان دې هومره
تشویش هم نه کوي

(د زمرودو خیرات د خبرو
دروېزه)

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

%d bloggers like this: