افغانستان

طالبان: د حکومت له لورې اعلان شوی اوږد لیست د دود خلاف دی

د ګډ حکومت له لورې د قطر د را روانې بین الافغاني ناستې لپاره د ۲۵۰ کسیزه اوږده لیست په اړه طالبانو په غبرګون کې ویلي، چې دا د کانفرانسونو د دود خلاف او د سولې د هڅو د تخریب پلان شوې هڅه ده .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د خپاره شوي لیست په اړه په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کانفرانس د خلیج په یوه کوچني هېواد کې را بلل شوې غونډه ده، چې منتظمینو یې په ترتیب او د ګډونوالو په رابللو کې ډېر کار کړی .

نوموړي په طنزي لهجه حکومت مخاطب کړی : « د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا. »

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې لیست کې اکثره مطرح سیاسي او متنفذ شخصیتونه لا له وړاندې د غونډې د منتظیمنو له لورې په چمتو شوي لیست کې شته، چې یوازې هغوی غونډې ته راتلای او خپل شخصي نظریات وړاندې کولای شي.

%d bloggers like this: