افغانستان

ارګ: د مشورتي جرګې په اړه به سیاسیونو ته قناعت ورکړل شي

وروسته له هغې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، همداراز رحمت نبیل او یو شمېر سیاسیونو د مشورتي لویې جرګې ښکاره او پټ مخالفت وکړ؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي: د دوی شکایتونو او اندېښنو ته به ځواب وویل شي.

هارون چخانسوري وویل: ولسمشر غني به له اجرائیه رئیس عبدالله او نورو سیاسیونو سره وګوري او شکایت به یې واوري؛ تر څو د هغوی اندېښنې ځواب شي.

د ویلو وړ ده، چې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د چمتووالي په لړ کې د حکومت د نیمایي برخې (اجرائیه ریاست) او یو شمېر سیاسیونو منفي غبرګون له خلکو سره اندېښنې پیدا کړې.

بل لور ته د ارګ ویاند هارون چخانسوري بیا وايي: په‌ دې اړه به مناسب تصامیم ونیول شي او د ټولو اړخونو اندېښنو ته به ځواب ووایو.

له دې وړاندې اجرائیه ریاست ویلي و: د سولې مشورتي جرګې په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې
د دې ترڅنګ د مشورتي جرګې ځینې نور مخالفین وايي: په کمزوري اقتصاد او ناسم سیاسي وضعیت کې د داسې جرګې جوړول کومه معنا نلري؛ خو ځینې نور یې ضرورت بولي.

باید وویل شي، چې د مشورتي جرګې دری واړه مخکښ مخالفین (عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او رحمت نبیل) د ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنو ته کاندیدان دي.

%d bloggers like this: