افغانستان

پانګه وال: که سر مو خوندي نشي، خپلې پانګې بهر ته وړو

افغان پانګه وال وايي: د دوی سرونه خوندي نه دي او که امنیت یې خوندي نشي؛ نو دوی به خپلې پانګې بهر ته یوسي.

دوی وایي: د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه والو پر خلاف د اختطاف، ترور او ګواښلو پېښې بیخي زیاتې شوې، چې له امله یې دوی له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم مني، چې سږکال د افغان پانګه والو او سوداګرو د تښتولو او ګواښلو پېښې د تېرو کلونو په نسبت څو برابره زیاتې شوې، چې د هغوی په ژوند او کاري وضعیت یې بد اثر کړی او تولیدي فابریکې هم ورسره درېدلې دي.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي رسنیو ته ویلي، چې د اختطافونو په ډېرېدلو سره له هېواده پانګه ویستل شوې او که د پانګوالو امنیت ته پاملرنه و نه شي؛ نو ډېری افغان سوداګر او پانګوال به نه یوازې دا چې له خپلو فعالیتونو لاس په سر شي؛ بلکې هغوی به خپلې پانګې هم له هېواده بهر ته وباسي.

نوموړي وویل: په تیر یو کال کې د پانګوالو په وړاندې د اختطاف ۸۰ پېښې ثبت شوې، چې زیاتې یې په پلازمینې کابل، هرات، ننګرهار، مزارشریف، کندز او کندهار ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي.

ده زیاته کړه: په تیرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پانګوال یوازې ترکیې ته تللي دي او له ۱۲۰۰ میلیونو ډالرو زیاته پانګه يې له ځانونو سره لېږدولې ده.

بل لور ته پانګه والو او د سوداګرۍ خونې مرستیال په حکومت غږ وکړ، چې دغې موضوع ته لازمه پاملرنه وکړي.

%d bloggers like this: