افغانستان

د فاریاب په دولت آباد کې له افغان ځواکونو سره د نښتو پر مهال د دوو قومندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي،تیره ورځ د فاریاب ولایت  په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ څلور ځلې نښتې شوي چې په پایله کې د طالبانو د ٢ تنو قوماندانانو هریو عمري او مولوي نعیم په ګډون ١١ تنه وژل شوي او ٢١ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله، په ټپیانو کې ۳ تنه سیمه ییز قومندانان، مولوي نجیب الله د سرې قطعې قوماندان،مولوي احسان الله سیمه ایز قوماندان او مولوي طاهر د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول چې له خپلو ملکرو سره د ې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره راغلي وو، ټپيان شوي دي.

د خبر پانې له مخې د طالبانو مړي د جګړې په میدان کې پراته دې.

دفاع وزارت وایي چې په دې نښتو کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

%d bloggers like this: