افغانستان

پومپیو یو ځل بیا د افغان جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د افغان جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی. پومپیو چې د امریکا په تګزاس ایالت کې یې د یو پوهنتون محصلینو ته وینا کوله وویل، واشنګټن هڅه کوي چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او د امریکایي سرتېرو په ګډون د ټولو افغانانو ژوند وژغوري. هغه ویلي چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته هم زمینه برابروي او دا به یو ستر پرمختګ وي. پومپیو په داسې حال کې د افغان جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي چې افغان حکومت او طالبانو دواړو د خپلو پسرلینو عملیاتو تر عنوان لاندې د تازه جګړې د پیل اعلان کړی دی.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: