افغانستان

المان له افغان حکومت سره ۵.۱ میلیارده افغانۍ مرسته وکړه

د المان فدرالي حکومت له افغان حکومت سره ۵.۱ میلیارده افغانۍ مرسته وکړه.

د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرسته به په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ، پايښتونکي اقتصادي پراختیا، ښاري پراختیا او د ښاروالۍ د بېخبناوو په ډګرونو کې ولګول شي.

سربېره پر دې، ۸،۷ میلیارده افغانۍ به د افغانستان د دایمني وجهي صندوق ته هم ورکول کېږي.

له ۲۰۰۱ز کال راهیسې المان له افغان حکومت سره په ټولیز ډول ۳۴۵ میلیارده افغانۍ ۴۰،۰۶ میلیارده یورو کېږي له افغانستان سره مرسته کړې ده.

نړیواله ټولنه هره میاشت له افغان حکومت سره میلیاردونه افغانۍ مرستې کوي؛ خو په افغان حکومت کې د اداري فساد، اختلاس او د چارواکو بډې هغه څه دي، چې ډېری مرستې نه معلومېږي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */